شعـــــرونه

اتلسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۴/جماد الثاني/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د یـاقـوت لـۀ پـردې خـيـږي اوازونه
چې شيرين کلام په لبو کې ادا کړې !
کاظم خان شېدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هوا سیوري ته ټول روحونه ساز شول
چې لمرین حسن یې، تورې شپې رڼا کړې
ثاقب خپلواک

د عشق پيره لاس مې نيسه چې نړېږم
د هجران د غمو پلنډې مې پشا کړې
هاشم ذاکر مهاجر

ریاضت مې لېونتوب ته رسېدلی
د ښکلا خالقه ته خو یې زما کړې
پیر محمد کاروان

باوري یم چې به بیا په تا شیدا شم
که په ورځ د محشر هم داسې ادا کړې
علامه محمدي

ما غوټې پسې وهلې هر څه زما شول
دنګه ! دا دی څښتن ته هم راته راکړې
عزیز الرحمن ایاس

اننګو نه دې خواږه د حیا څاڅي
دې ماشوم زړۀ ته که دغه ګبین را کړې
شرر ساپی

ستا د زلفو نندارو ته هک حیران یم
د قفقاز هوسۍ به حسن ته رسوا کړې
ګمدل

د غاټولو د چم میره ! راته ګوره !
ګوندې ځان دې زما سترګو کې پیدا کړې
جهادي عمري

زه مې خپله فقط غاړه خلاصومه
دِ تا خوښه چې روا که ناروا کړې !
نورالحبیب نثار

اتفاقاً دې په سترګو سترګې راغلې؟
که زړګی دې نرم شوی دی سودا کړې؟
اسرار عواد

که زما د مات زړګي په حال خبر شوې
خپلې اوښکې به دې سترګو کې پنا کړې
همت کوچی

په دیرشمه سپاره مې دې قسم وي !
که مې دا ځلې د تیر په څېر پخلا کړې.
مستغفر ګربز

چې را وګورې بیا وخاندې قسم دی
قتلوې مې درد مې لا پسې سېوا کړې
نسیم منصور

اداګانې دې راوړاندې په ترکیب کړې
ګوره څنګه مي په نحوه کي ملا کړې !
حنیف مظهري

شېرین لبې ستا خبرې ښې لګېږي !
تۀ غږېږه ! که دعاوې که ښېرا کړې
تسل منیب

ته پۀ تورو سترګو دوه سلایي مږې
ما بې اوره دود کوې ما به تبا کړې
شفق

سترګور شوم چې زما له مخې تېر شوې
ستا دپښو دقدم خاورې مې توتیا کړې !
رحمت الله ګرم

د سینې تل کې مې غبرګ ورسره تم یې !
تۀ مې تل د زړۀ رګونو کې نڅا کړې !
ادریس حقیار

د هجران د صحرا غېږه کې ښۀ نۀ يم
لکه پیاز د شيدو غېږې ته خطا کړې
فکرمل طالب

د مثبت ځواب په ستره هيله ژوند کړم
پۀ نه – نه ټـکي به تن زما بې سا کړې
خالد وزير

ستا و حسن ته دي زه بلاګردان شم
که وصال دی زما خوږ زړګي ته را کړي
تپاند زُهاد

صبر راکړي د سرکوو شونډو له دمه
دغه یو خاصیت په زړه کې را پیدا کړې.
میراجان خپلواک

ورپسې مې ډېرې ډېرې شپې سبا کړې
د سپوږمۍ په شپه یې بوټی د سوما کړې
پیر محمد کاراون

چې لالی پاته شي لاړ نه شې خاونده
ورېځې مستې کړې باران کړې او برېښنا کړې
همت کوچی

صداقت دې چې رښتیاوي ملګرتیا کې
بس نو ما به دې تمام عمر آشنا کړې
بدرالدین ځلاند

ته چې ما او رقیب دواړه پکې ساتې
دغه زړه خو به دې لویه کربلا کړې
نقیب الله حنیف

په محنت خو هره تنده ماتیدی شي
کاڼي وزبیښه اوبۀ به راپیدا کړې
عتیق الله یون

رب شودې په اوبو نۀ ګډوي ګرانه
ستا له مخه یې خولې ځکه جلا کړې !
م امان الله مستغفر

چې فتوا د جینکو د تعلیم ورکړ‎ي
خدایه زړ‎ہ نرم د کلي د ملا کړ‎ې !
حفیظ الدین پیرزادہ

دا ولس ربه د رحم غېږ کې واخله
نور يې خلاص ته له دې سختې ابتلا کړې
مشفق حریت مل

ربه ته یې تر څوکیو محدود مۀ کړې
د اقصی د لښکر سر ته بیا ملا کړې
طالب حمزه

چې امت ټول دغفلت له خوب بيدار کړي
امـ‌ارت ورته پوکی دمسيحا کړې
تراب تکابي

ربه ته مو امارت قائم دائم کړې
معطره پرې د ټول جهان فضا کړې
احساس نیازی

ربه نور یې کړې خوندي له بدو سترګو
دا شرین افغانستان مو نور هوسا کړې !
دانش ملنګ

چې ده دین او د وطن غم ورسره وي
لاروي مو خدایه ته د داسې چا کړې
مخبت وردګ

څوک چې سپکه دسپېڅلي نظام غواړي
ربه ته يې په دارينو کې رسوا کړې !
حامد ملنګ

چې زما ممبر ملا ته بد ور ګوري
خدایه ړنګه دیهودو کلیسا کړې !
نعمت لېونی

رابه نشي په مرګ تللي صورتونه
که د بیا راتلو یې څومره تمنا کړې
اسرار عمر

ښو ته ښۀ بدو ته بد ځای رب ټاکلی !
نور دې خوښه که روا که ناروا کړې
عابد ځواک

دګلابو خوشبویی به ترینه وزي
چاچي خولې درته په نیمه شپه کي واکړې
مفکر رښتین

ستا بنده یم ګناهونه رانه کیږي.
خدایه ماته به ته کومه سزا را کړې.؟
امین زرګر

خدایه ته چې پرې له ما ناراضه کیږې
چیرته لرې مې له دغسې ګنا کړې
احمد غازي

د عمرې، د حج ادا ته مې وربولې
چې يوه سترګه صفا بله مروا کړې
نورالحبیب نثار

د تا مخ په تورو زلفو کې ښکاره شو
که سپوږمۍ نه ورېځې پورته بیا هوا کړې
تسل منیب

ستا په یوه موسکا به سل ځلې سر درکړم
هله راشه زه تیار یم که سودا کړې !
خالد منعم

لا به هیلې غزلیزې کاندې تاندې
چې نظر د شفقت ورته عطا کړې
طالب سحر

دا زړګی به مې ضرور له خودۍ وځي
ته چې دا ډول خوږه خوږه خندا کړې
فکرمل طالب

پسرلیه سږ به نورې نخرې وکړې
سرۀ غاټول به په سپیرو دښتو کې وا کړې
محمد الله

ښه خبر شوې چې مجنون لاړ د بل يار شو
زړه دي نه دی چې تې هم خپله ليلا کړې
نور قانع

د مین زړګي ارمانه قدرمنه
دغه پټ درد به دې ګرانه برملا کړې
سیف صدیق

تۀ مې بیا هم راخپل نۀ کړلې لالیه!
هسې سترګې مې شهیدې پۀ ژړا کړې
عمرحماس

لکه شمعه درته ویلې شـم ژړېـږم
ته د سترګو په کاسو کې غم تالا کړې
عبدالوهاب مومند

منت بار او پوره وړی به د ستا شم
که مې بیرته مرور جانان پخلا کړې
سجاد جرس

نوره ټـولـه دنیا نۀ غواړم څېښتنه !
بس یوازې دا سړی پکې زما کړې !
طالب عباس

سوی زړه مې لالهانده دی په چېغو
ورک جانان به خدایږو چیرته راپیدا کړې
مامون

ذالجلاله ما ملنګ د یار د در کړي
ذالجلاله ما غلام یې د درګا کړې
یعقوب شجاع

را څڅیږي مې د زړه قطرې له سترګو
خدایه نور د هجر شپه راته سبا کړې !
مهربان

چې مو خوږ زړګى پر چا باندې راټول شي
مرګه راشې ورته ته هم غېږه وا کړې
ادیب جواد

دغمجنو سترګو اوښکې مې خوراک دي
خدايه ته يې زما دمات زړګي دوا کړې
هاشم ذاکر مهاجر

ناکامي به دي نو ولي نصیب نه وي؟
چي د جبر پر بازار د عشق سودا کړې
عبدالغني وفا

تقدیر څۀ دی؟ مختصر تفسیر یې دا دی
چا ته وۀ رسیدم زۀ! تۀ یې د چا کړې
مجروح محسود

په پنځلسو خبرو مرحبا کړم
په پنځلسو خبرو الوِدا کړې
نبیل شباب

چې ښایست زما له مینې بې پروا کړې
معلومیږي چې به بل اشنا پیدا کړې
شرر ساپی

که وا مۀ راځه نو پټې دې کړه سترګي
زه به نه یم چي دي توري سترګي وا کړې
حافظ کامیاب

داسې مه وایه چې لاړم ، درنه لاړم
یاد یې ساته، چې تر عمره به ژړا کړې
غالب خوستی

مئینان به دي بې شمېره وي جانانه
خو زَما غوندې په والله که پیدا کړې
محبوب شاه اغا

چې پۀ شوخو سترګو جنګ راسره کاندې
ما به بېرته پۀ خوږو سترګو پخلا کړې
مبهم

په وجود د آزادۍ او خپواکۍ کې
روح د امن ذالجلاله په نڅا کړې
حافظ سجاد

زاره تره کی یم د زغم خبره وتې
خدایه ما د یار له غمه سه هوسا کړې
طالب جرار

چي ددین مذهب کلتور درک دې نسته
ته به خود په سپین بیـ‌رغ پوري خندا کړې
مفکر رښتین

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx