
حریت فکري روزنه؛ «په اسلام کې د عباداتو فلسفه» پر کتاب بحث او مشاعره وشوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳سلواغې، ۱۴۰۱ل): حریت فکري روزنه؛ چې د حریت اونیزې د امتیاز څښتن ادرس دی، د خپلو اونیزو ناستو په لړ کې تېره جمعه /جدی۳۰مه د ګڼو ځوانانو په ګډون پر مشخص کتاب بحث او وروسته په زړه پورې مشاعره وکړه.
میرویس شهاب «په اسلام کې د عباداتو فلسفه» کتاب لوستی و، چې په اړه يي په زړه پورې معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
هغه وویل، انسان په فطري ډول دا تنده لري چې باید عبادت وکړي او د «بندګۍ» رېښه په فطرت کې نغښتې ده، خو ځينې قامونه داسې شوي چې اصلي لوری يي خطا کړی او د ناسم ادرس له امله په شرک کې ډوب شوي دي.
نوموړي د مثال په ډول هندي ټولنې ته اشاره وکړه چې د بت، حیواناتو، یا هم په تېر کې د لمر او سپوږمۍ لمانځونکي پاتې شوي، په داسې حال کې چې اسلام د انسان د همدې بندګي تندې د خړوب لپاره ټاکلې لار لري.
د الله جل جلاله استازي او نازلې شوې لارښوونې د همدې لپاره دي چې انسان ګمراه نه شي، اصلي لوری خطا نه کړي او په تعبدي برخه کې د عبادت مستحق وپېژني.
شهاب د مخلوقاتو پر خلقت لنډه رڼا واچوله، چې په پایله کې يي سالم عقل دې نتېجې ته رسېده چې د عبادت مستحق یوازې الله جل جلاله دی.
له یاد بحث او معلوماتو وروسته، په زړه پورې مشاعره پیل شوه، چې پکې غیاث نیازي، سمیع الله خپلواک، انعام الحق انصاري، حمید ځلاند، کرامت الله کاوون، نور محمد انتظار او میرویس شهاب خپل او انتخابي شعرونه وړاندې کړل.
دا غونډه چې ویندوي يي سلیم وقار کوله، د رحیم الله له لوري په تلاوت پیل او د دادمحمد ناوک له خوا له لنډې ارزونې وروسته په دعا پای ته ورسېده.
ژمنه وشوه، چې راتلونکې ناسته کې به غیاث نیازی «د وخت ارزښت او ساتنه» پر کتاب خبرې کوي او د دریځ چارې به سمیع الله خپلواک پر مخ وړي.