
افغانستان
بهرنیو چارو وزارت؛ تر نږدې ۲۴ ساعتونو به د افغانستان برېښنا بیا ځلي وصل شي.
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۴ سلواغه،۱۴۰۱ل) د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ازبکستان حکومت ورته افغانستان ته د بیا ځلي برېښنا انتقالولو ډاډ ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت له رسمي ادرس څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د برېښنا د بیا وصلېدو په موخه یې د ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره خبري کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته ۲۵۰ مېګاواټه برېښنا بیا ځلي انتقال کړي.
د یادولو ده چې له تېرو دوه اونیو را په دېخوا د کابل په شمول په ګڼو نورو ولایتونو کې له ازبکستان هیواد څخه راغلې تولیدي برېښنا د ځینو مشکلاتو له امله قطع شوې ده.