افغانستان

طالبانو يو امريکايي بريدمن وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل) : د فوټبال پخوانی نوموتی لوبغاړی او د امريکايي پوځ بريدمن سام هاريسټن تېره اونۍ د غزنۍ ولايت خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ووژل شو.

د امريکا دفاع وزارت پينټاګان څخه په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې د امريکايي پوځ بريدمن سام هاريسټن د غزني ولايت خواجه عمري ولسوالۍ اړوند سيمه کې د طالبانو په سپکو ډزو کې ووژل شو او ورسره نور ملګري يې ټپيان شول.

پيټاګان د هاريسټن کورنۍ او دوستانو سره د نوموړي د وژنې په اړه خپله غمرازي څرګنده کړې او هغه يې دامريکايي ولس يو قهرمان بللی دی.

هاريسټن ۱۹۹۷- ۲۰۰۰م کاله پورې د امريکا د فوټبال نړيوال اتل بلل کېده.

۲۰۰۳م کال کې نوموړی د امريکايي پوځ غړی شو او د وژل کېدو تر مهاله يې ګڼ پوځي ميډالونه تر لاسه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x