افغانستان

بازارونو ته د نوو افغانیو بانکنوټونو د وېش لړۍ پیل شوه

 

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک په رسمي ټویټر پاڼه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ” د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه چې یوه دنده یې د پولي سیاستونو طرح، د بانکنوټونو چاپ او نشر دی، تل هڅه کړې چې د بازار اړتیا ته په کتلو او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندي کړي او په مقابل کې یې له بازارونو څخه زاړه بانکنوټونه را ټول کړي.”

په ورته مهال کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو د ټولني ویاند عبدالرحمن ځیرک د نوو افغانیو بانکنوټونو د ویش له پیل څخه هرکلی کړی دی او زیاته کړه یې ده بانکونه به یادي پیسې د معاشونو او نورو بانکي‌معاملو له لاري خلګو ته ورکړي.

د یادو پیسو د وېش څخه هدف په بازارونو کې د زړو افغانیو بانکنوټونو د نه چلښت له امله د ستونزو حل دی.

د یادولو ده چې تر دې مهاله ۱۰۰ میلیونه نوي بانکنوټونه چې پکې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، او ۱۰۰ بانکنوټونه شامل دي، خصوصي بانکونو ته وېشل شوي او په بدل کې یې زاړه بانکنوټونه را ټول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx