ادبي لیکني

هنر د څه لپاره؟

لیکوال: دادمحمد ناوک

هوګووايي:سل واره وايم :هنردهنرلپاره.

هغه څوک چې ځان له هوګوسره همنظره بولې،ممکن ځانګړي دلايل ولري.کيداى شي ووايي چې دزروپه قدرزرګرپوهېږي،ياهم ووايي :څوک چې نالوستى وي،لوستنه نه شي کولاى اوکه لوستى وي هرومروبه له هنرسره يوه اړيکه لري.اويا…

څو ورځې مخکې مې په ټولګي کې دحميدباباله (درمرجان) نه ټولګيوالوته شعرونه ويل ،چې بحث پردې راغى ،که دحميدشاعري دشاعرانويالوستوله پاره وي نوټولنې ته څه پيغام لري.ځکه ټولنه خوسل په سلوکې لوستې نه ده،که حميدبابايواڅې شعرونه دې ته ليکلې وي،چې لوستى خلک يي ووايي،نوبياخوهغه دهوګوخبره چې هنردهنرلپاره.په همد ې خبروموبحث وچې ټولګي ته په راننوتواستادناګارهم په کې راشريک شو.

استاد دحميدباباپر شاعرۍ ډېرمئن دى،درمرجان موسره واړاوه،راواړاوه،ځنيې داسې شعرونه و چې ښکاره يې سړى پرمانااوپيغام پوهېدلى شوى،خوځينونوروبيابشپړسپړلوته ضرورت درلود.ماله استاده پوښتنه وکړه چې موږ(محصلين) دحميدباباداشعردومره سره سپړو،نودابه دټولنې بې سواده طبقه څه پرې پوى شي؟

له شاوخواتبصرو وروسته استادهم ومنل چې دلته نوهنردهنرلپاره دى.پردې ځواب مې زړه اوبه نه څښلې.خپله يې فکرکولوته اړ ايستلم.دتاريخ په اوږدوکې همدا ادبيات و چې خلک يي ويښ کړي،همداادبيات وچې خلکوته يې ذهنيت ورکړى و،همدا ادبيات و چې ولسونه يې ترخپلواکۍ رسولي او…

مګرولې بياهم داسې شعرونه لروچې دماناکولوله پاره يې قاموسونه لټوو؟
داپوښتنه اوس وخت ته پرکتواسانه ځوابېداى شي دننيوشاعرانوپرشعرونوهيچاهم نيوکه ونه کړه چې موږپرې نه پوهېږو،دادوه علته لري،دخلکودسوادپرمختګ،اودشاعرۍ ساده توب.مګرداچې موږدحميدباباياهم نورودمنځنۍ دورې ياپخوانۍ دورې دشاعرانود شعرونوپه ماناپسې قاموسونه ګورو،دابه داماناونه لري،چې ګوندې دهماغه وخت خلکوبه هم داشعرونه نه شواى ماناکولاى.

په هماغه وخت کې دليکلوډول همداسې وو،داهيچاته هم لغت پراني نه ښکارېده.نوهرشعرټولنې ته يوپيغام لري.که داومنل شي چې هنردهنرلپاره.

نوولې له يوه هنري اثره يوبې هنره څوک متاثره شي.خوکه څوک داووايي چې په يوعشقي غزل کې ټولنې ته کوم پيغام دى؟
لومړى خوهرشاعردټولنې يوغړى دى،دهغه درد دټولنې درد دى که دټولې ټولنې نه وي،دڅوکسانوبه هرومرو وي.اوبل دټولنې ذوق هم تسکين غواړي ممکن په يوبيت يايوه لنډۍ کې هيڅ کوم ټولنيزپيغام نه وي،ياکم وي،خوهنريت يي ټولنه ترتاثيرلاندې راولي.

لکه دالنډۍ:
ماته دې څه وېل مانه هېرشو

ماته هغه خبره بياوکړه مئنه.
په دې لنډۍ کې هيڅ داسي پيغام نشته چې په عملي ژوندکې دې سړى ترې کارواخلې ،ممکن مئن خپلې معشوقې ته همداسې هم ووايي:هېرمې شوتامخکې څه وويل ؟
ته بياووايه.اماد دې لنډۍ داهنريت چې يوه منثوره خبره يي منظومه کړې ده. ممکن په دې خبره مقابل لورى خپه څه چې ، په همدې منظومه طريقه ځواب هم ورکړي.

خوخبره دلته ده چې که هنرپوره سلنه  ټولنې ته وي،دانوسړى څه وړ ومني چې دټولنې په هره طبقه کې دې دهمدې هنري اثرهرکلى وشي؟

اوکه هنرپوره سلنه دهنرله پاره وي نويوه ټولنه يوه هنرمندته څه ضرورت لري،يايوهنرمند دټولنې څه په درد خوري؟

یادونه: دغه لیکنه مې دوه کاله وړاندې د پوهنتون په دوره کې لیکلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x