افغانستان

قرآنکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې پراخ لاریونونه ترسره شوي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل): په سویډن هیواد کې د قرآنکریم د سپکاوي په غبرګون کې د هیواد په زیاتو ولایتونو کې پراخ لاریونونه ترسره شوي.

تېره ورځ شنبه د سویډن په پلازمینه کې د ترکیې سفارت مخي ته د یوه سویډني افراطي سیاستوال راسموس پالودان نامي لخوا قرآنکریم وسوځول شو، چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هیوادونو کې یې زیات غبرګونونه را پارولي دي.

د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته زرګونه کسان راټول شوي وه، چې “مرګ د اسلام او قرآن په دښمنانو” یې شعار له ځانه سره لېږدول.

همداراز لاریون کوونکو له اسلامي هیوادونو د یووالي غوښتنه کوله او سویډني افراطي سیاستوال ته چې د قرآنکریم سپکاوی یې کړی، د سختي سزا غوښتلو ترڅنګ یې د بیان آزادۍ تر چتر لاندي مقدساتو ته د سپکاوي او توهین اجازه یې په کلکو ټکو غندله.

د یادولو ده چې د قرآنکریم د سپکاوي په غبرګون کې د لازیاتو لاریونونو ترسره کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx