افغانستان

حریت: د قرآن کریم په شان کې ګستاخي یوازې خپل حماقت نندارې ته وړاندې کول دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸سلواغې، ۱۴۰۱ل): له کابله خپرېدونکې حریت خپلواکه اونیزه خپرونه د تازه ګڼې په سرمقاله کې لیکي، د قرآن عظیم الشان په شان کې ګستاخي د دې کتاب ارزښت، پرې شته ایمان او باور ته هیڅ زیان نه شي رسولی، خو دښمنان يي یوازې خپل حماقت او جنون نندارې ته وړاندې کوي.

«قرآن؛ د بشري خوندیتوب یوازينۍ نسخه!» د دوه ویشتمې ګڼې چې نن خپره شوې، د سرمقالې سرلیک دی، چې په سوېډن کې د یو ګوند د مشر او سیاسي فعال له لوري د قرآن کریم د سوځېدو په تړاو پکې تبصره شوې ده.

سرمقاله لیکي، دا د تعصب اوج دی، چې د بشري خوندیتوب او سکون دا نړۍواله نسخه یوازې د یو قوم یا محدودې جغرافيې اړوند وګڼل شي.
«دا د تعصب اوج دی، چې الهي تګلار، قانون، اصول او د بشري ژوندانه د خوندیتوب، هوسايۍ او د نړۍ د سکون یوازینۍ نسخه په یوه قوم، جغرافیې یا اشخاصو پسې وتړل شي او د نه منلو تر څنګ يي حتی په شأن کې د ګستاخۍ اقدام وشي! نغوذبالله»

سرمقاله زیاتوي دا کتاب چې د حفاظت ضمانت يي رب العلمین کړی دی، د ولید له توطیو، د نضر له تبلیغاتو او د ابوجهل له پلانونو هم روغ راووت، اوس يي چې څوک پر وړاندې اقدام کوي که هر ډول القاب ولري، خو «رواني ناروغان دي.»

«د دې عظیم الهي کتاب پر وړاندې ګستاخان که د لوېدیځ او ختیځ په کفارو کې هر ډول نوم لري، هر ډول القاب يي د نومونو تر شا او مخکې وي، خو زموږ له نظره دوی رواني ناروغان دي، دوی هغو لېونو ته ورته دي چې حتی د خپلې روغتيا نسخه هم لرې غورځوي.»

لیکوال د بشري خوندیتوب او نړۍوالې کرارۍ لپاره د دې کتاب حاکمیت بشري اړتیا بولي: «قرآن عظیم الشأن په دې سرګردانه نړۍ کې د بشري خوندیتوب، سکون او له ټولو جنجالونو د خلاصون هغه نسخه ده، چې که همدا اوس هم د حاکم په حیث ومنل شي، نو د لوېدیځ ژبغړانده بشر خوړونکې د ټکنالوژۍ لمبې رهبري کولی شي، لوېدلي اخلاق يي جوړولی شي او انساني شرافت ور په برخه کولی شي!»

د سرمقالې په پای کې د سوېډن پر حکومت غږ شوی، چې «د قرآن پر وړاندې درېدل، داسې معنی لري چې د ځمکې په کره کې د کرارۍ نیت نه لرئ او پر بشري ټولنې د رب عزوجل د دې لوی نعمت کفران کوئ، چې نه به يي تاثیر ووینئ او نه د دې عقده‌يي حرکاتو پایلې د دې عظیم کتاب ارزښت، اغېز او پرې شته ایمان ته کوم زیان رسولی شي، یوازې به خپل جنون، حماقت او اخلاقي ضعف نندارې ته وړاندې کړئ!»

دا اونیزه چې هره اونۍ له کابله خپرېږي، ټول هېواد ته رسول کېږي او پکې دعوتي، فکري او هنري لیکنې تر لوستونکو رسېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx