ادبي لیکني

«السياسة والادارة فی الاسلام» کتاب په اتم ځل چاپ شو

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۹ سلواغه،۱۴۰۱ل): د افغانستان د لوړو زده کړو پخواني وزير او د امتحاناتو ملي ادارې رئيس دکتور عبدالباقي حقاني کتاب (السياسة والادارة فی السلام) د اتم ځل لپاره چاپ او بازار ته راووت.

دکتور عبدالباقي حقاني په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې ياد کتاب په دوو ټوکونو کې ترتيب شوی دی چې د ۲۸ کلونو د سلګونو کتابونو د مطالعې محصول دی.

دغه دوه جلده کتاب چې په عربي ژبه ليکلی شوی، لومړۍ برخه يې د اسلام د سياسي نظام په اړه او دوهمه برخه يې د اسلام د اداري نظام په اړه دی، تر دې وړاندې هم اووه ځله چاپ شوی و، چې د کتاب او مطالعې مينه والو يې خوښ کړی و.

په دې کتاب کې د قرآنکریم، د سیاست، راشده او د حکومت عادله اړوند د اصولو وضاحت، د رسول الله (ص) او دده د څلورو راشده خلفاوو (رض) د سیاسي او اداري نظام اړوند بحث شوی، د دواړو نظامونو معاصرو غوښتنو او د ستونزو حل او د نظام د بقاء او دوام اسبابو او عواملو ته په کې پوره پاملرنه شوې ده.

ياد کتاب تر دې وړاندې د ډېرو ديني مدارسو په نصاب کې شامل او د زرګونو طالبانو ورڅخه استفاده کړې ده.

دکتور عبدالباقي حقاني له دې سربېره هم ګڼ شمير علمي او څېړنيز کتابونه ليکلي دي چې د کتاب د مينه والو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

دا کتاب د کابل په مکتبة الحقانيه لعلوم السياسة الشرعیه، کتب خانه رشيديه او د هېواد او پېښور په بېلابېلو کتابخانو کې ترلاسه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx