افغانستان

هلمند: طالبانو پنځه تنه سړي تښتوونکي اعدام کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت د کجکي ولسوالي په ګندم ریز کلي کې طالبانو پنځه تنه سړي تښتوونکي په دار وځړول.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دې پنځو تنو به د سرمایه دارو خلکو خپلوان تښتول او بیا به يې د خوشي کېدو په خاطر پیسې ترې غوښتې.

د طالب ویاند له قوله دوی دغه پنځه تنه تېره شپه په داروځړول چې څو ورځې وړاندې يې نیولي وو.

ویل کېږي چې دغه پنځه تنه بسم الله، عبدالهادي، عصمت الله، اغاجان او عبدالخالق څو ورځې وړاندې طالبانو په له یوه تښتول شوي تن سره یوځای ونیول.

طالبان وايي چې دې خلکو د حاجی حسن هزاره چې د روزګان د چهارچینو اوسېدونکی دی، د تښتولو هڅه کوله چې له نوموړي سره یوځای دوی ونیول.

د قاري یوسف په قوله د اسلامي امارت شرعي محکمې له څو ورځې څېړنې وروسته پر دیو د اعدام حکم وکړ او تېره شپه يې محاکمه بشپړه شوه.

قاري احمدي وايي چې دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی تر تلسط لاندې سیمو کې به د خلکو مال او ناموس خوندي وي.

دولتي مسوولینو هم منلي دي چې طالبانو پنځه تنه نیولي او تېره شپه يې په هلمند کې په دار کړي دي.

د هلمند ځايي چارواکو نه دي ویلي چې دغه خلک څوک وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x