نړۍ

ایران کې د دفاع وزارت د مهماتو جوړولو په یوې فابریکې د ډرون برید شوی

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۹سلواغه، ۱۴۰۱): ایران کې د دفاع وزارت په یوې ودانۍ باندي د بې پیلوټه الوتکي برید شوی دی.

د ایران دفاع وزارت ویلي چې په یاده پېښه کې چې په اصفهان کې شوې ده، د دفاع وزارت د دې ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې خو نور چا ته زیان نه دی سېدلی.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې د دافع هوا ځواکونو یې دوې ډرون الوتکي نسکورې کړې او یوه بله یې چاودېدلې ده.

د یادولو ده چې دا برید داسي مهال کیږي چې له روسیې سره د ایران د بې پیلوټه الوتکو د مرستو او همکارۍ له کبله په تهران باندي انتقادونه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx