افغانستان

کورنیو چارو وزارت لخوا د معتادینو ددرملني لپاره ۵زره بستریز روغتون پرانیستل شو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۱سلواغه، ۱۴۰۱ل): د کورنیو چارو وزارت لخوا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملني په موخه ۵۰۰۰ بستریز لوی حمایوي مرکز چې د آغوش په نامه یادېږي، پرانیستل شو

یاد روغتون چې د هیواد په کچه لوی مرکز یادېږي، نن ورځ د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې پرنیستل شو.

د دې لوی مرکز د پرانیست غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو ګډون درلود.

چارواکو د نشه یي توکو د کښت او تولید په مخنیوي او د روزدو کسانو د درملني په موخه د کورنیو چارو وزارت د وروستي ګامونو د ستایني سربېره له نړیوالو خیریه بنسټونو او کور دننه ملي تجارانو څخه د روږدو کسانو د درملني په برخه کې د مرستي غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تر دې مهاله په ټول هیواد کې ۱۶ زره په نشه یي توکو روږدي کسان چې له جملې یې ۵۰۰۰ کسان د کابل ولایت دي، د درملني په موخه راټول او روغتونو ته لېږدول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx