افغانستان

دا.ا.ا.دبهرنیو چارو وزارت لخوا دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وروستیوڅرګندونو ته غبرګون

 

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۱۲سلواغه، ۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه چې پکې ویل شوي، د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدودیتونه لګوي، د دواړو لورو تر منځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندي خنډ دی.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې ( ا.ا. د یوه مسؤل حکومت په توګه د خپلو خلګو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شویو دودونو او د وخت اړتیاوي یې ایجابوي.)

غبرګون زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت غواړي متحده ایالتونو ته وریاده کړي چې د افغانستان حکومت د ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلګو ته د مرفه ژوند شرائط برابر کړي.
همداراز غبرګون کې راغلي چې د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نامشروع بندیزونو ادامه د افغان ولس د بشري حقونو صریح نقص دی او د زده کړو او روغتیا په ګډون د مرفه ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي.

غبرګون کې راغلي چې متحده ایالتونه باید د دوحې هوکړي ته ژمن پاتي شي او عملي کولو سره یې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمني د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.
غبرګون کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د امریکا وروستۍ پرېکړه غندي او یو وار بیا ټینګار کوي چې د اختلاف وړ ټکي باید د ديپلوماتیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لاري حل شي. زموږ دوو اړخیزو اړیکو ښودلې چې فشارونه د مسايلو په اواري کې مرسته نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx