نظــر

د دوحې کنفرانس

حفيظ الدين پيرزاده

د جنورۍ د ۲۳-۲۵ پورې، یو درې ورځني کنفرانس ته چې د افغانستان د راتلونکې فکر فورم جوړ‎ کړ‎ی و، غوښتل شوی وم.
دې فورم تر دې د مخه ھم د آغلې فاطمه گیلاني تر ریاست او پروفیسور سلطان البرکات تر لوژیستیکي او اداري مرستو لاندې څلور نورې غونډې، د افغانستان په شمول په نورو ھیوادونو کې تر سرہ کړ‎ي.

یاد فورم افغانستان ته د ور پیښو ستونزو حل لارې د څیړ‎نو، تحقیق او ډیالوگ له لارې پیدا کول غواړ‎ي تر څو یې د اسلامي امارت، نړ‎یوالې ټولنې او نورو ذیدخله جھتونو سرہ شریکې کړي‎.
د فورم غړ‎ي د تیرې ادارې ځینې روڼ اندي، د امارت ملگري او خواخوږ‎ي، بې طرفه لیکوالان، د مختلفو پرگنو او تخصصاتو ښځینه برخه والې د پوھنتونونو استادان او نور ول چې په کنفرانس کې یې گډون د کوم جھت پر استازیتوب نه و، بلکې ټولو یواځي د افرادو په توگه، د خپلو ځانونو استازیتوب کاوہ.

په دې درې ورځني کنفرانس کې د ھیواد پر گڼو ستونزو او د ھغو پر لاملونو جدي بحثونه وشول او په پایله کې یې حل لارې وړ‎اندې شوې, چې تر ټولو زیات ترکیز پکې پر لاندې درې موضوعاتو شوی و:
۱- جگړ‎ہ د ستونزو د حل لار نه دہ. اوسنی نظام بدیل نه لري نو ورسرہ د تقابل او مخالفت پر ځای یې باید د اصلاح او سمونې ھڅې وشي
۲- اقتصادي تعزیرات د افغانستان ستونزہ لا پسې لانجمنه کوي او فشار یې ھم تر بل ھر چا زیات افغان ولس متأثرہ کوي.
نړ‎یواله ټولنه او نور بشر دوستانه سازمانونه باید اقتصادي فشار د سیاسي اوزار په توگه و نه کاروي
۳- د جینکو د تعلیم مخه نیول، نه شرعاً، نه عُرفاً او نه د نړ‎یوالو قوانینیو له مخې جواز لري.
افغان سرپرست حکومت باید ژر تر ژرہ د ښوونځیو او نورو تعلیمي/تحصیلي بنسټونو دروازې د ښځینه زدہ کونکیو پر مخ پرانیزي.

د دې کنفرانس نژدې ټول غړ‎ي د افغانستان ملي گټو ته ژمنتیا د امارت د خواخوږ‎یو په کتار کې درولي و.
زہ، په ټوله کې داسې غونډې او مجالس په اوږ‎د مھال کې د افغانستان او امارت په خیر بولم.
داسې څیړ‎نیز بحثونه، ډیالوگ او فکري تعمق ټولو ھغو مخالفو جھتونو ته ھم یو ښه ځواب کیدای شي چې لا په افغانستان کې د پردیو پر اشارو د جگړ‎ې ډگر یو ځل بیا تودول غواړ‎ي.
ھیله دہ، د دې کنفرانس د راتلونکې مجلس د اجنډا مھمه نکته له اسلامي امارت څخه د اساسي قانون د تدوین لپارہ د یوہ مسلکي کمیسون د جوړ‎ولو غوښتنه وي.
زما په اند، د یوہ عادل اساسي قانون موجودیت زموږ‎ د ډیرو ستونزو د حل لار دہ!

والله المستعان
____________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۳۰/ ۲۰۲۳ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx