افغانستان

سټنډرډ ملي اداره؛ ۲۴ ټانکره بې کیفیته تېل مو بیرته ایران ته مسترد کړي

 

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۳سلواغه، ۱۴۰۱ل): د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د هرات په اسلام کلا بندر کې مو ۲۴ ټانکره بې کیفیته ډیزل تېل ایران هیواد ته بیرته مسترد کړي دي.

د دې ادارې په رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي چې هرات ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراتواري ټیسټ وروسته ۲۴ ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وه او پایله یې منفي وه، ایران هیواد ته بیرته وګرځول شول.

دا په داسي حال کې ده چې پنځه ورځي مخکي هم د دې ادارې لخوا په اسلام کلا بندر کې ۵ ټانکره بې کیفیته ډیزل تیل ایران هیواد ته بیرته مستر شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx