شعـــــرونه

نولسمه فی البدیهه مشاعره

ترتیب او را ټولونه ; محمد حسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۱۱/رجب/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
چې لمبو ته د تنـور په شان پیدا ده !
که پوهېږې دا سوخته سینه زما ده !
کاظم خان شېدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لۀ مودو مې ستا دیدن لره سودا ده
انتظار کې ورځ بېګا او شپه سبا ده
منصور درمان

په ګريوان کې مې آهونه دفن کړي
زړه مې هم د ارمانونو کربلا ده
حمدالله فطرت

د تقدیر د ازمایښت ځنځیر کې ګېر یم
دا چې دنګه حوصله مې نیمه خوا ده.
راشد جالب

د زړګي دروازې خلاصې کړه چې درشم
د هجران د غمو پلنډه مې په شا ده !
محمد هاشم ذاکر مهاجر

پر وفا مې دا تمام جهان ګواه دی
د جفا تور دې بس تشه ادِّعا ده
حماد ماليار

چې نفرت ته وزګارېږي، هغه څوک دي؟
چې میین نه وي، کالبوت غوندې بلا ده
عبدالوهاب مومند

په څلور واړه مذهبه به کافر شي !
که چا وویل چې مینه ناروا ده !
خالد منعم

دا چې زرکې ځنې ارتې تڼۍ ګرځي
له شهبازه بويه شوې څه خطا ده !
نورالحبيب نثار

د مورکۍ کور له څیراغه اور اخیستی
وېرېدلې له ډېوې او له رڼا ده !
م امان الله مستغفر

ښکاري شمس د زړه یې ورک دی له مودو نه
سوې لوې چې ناره د مولانا ده
راشد کامران

پۀ دنیاکې دې د ووسپنې کلا ده !
پس لۀ مرګه د مور پلار دعا رڼا ده
نصرت طالب

له خورو څــڼو دي بوى د عطرو خېږي؟
که ښکل کړې دي د مست موسم هوا ده ?!
معاويه زيارمل

خود به زړه درته له هر حسن نه تېر وي !
چې په سترګو کې دې ونډه د حیا ده
جهادي عمري

ستا د حسن امامت راته منظور دی !
زما زړه درپسې کړې اقتدا ده !
نبیل شباب

وخت به تېر شي بیا به زما غېږي ته راشې
د تیارو تر شا معلومه ده رڼا ده
عزیزالرحمن ایاس

دِ تا سترګې دي د مینې کتابونه
او خندا دې د خوږمنو زړو دوا ده
محبوب شاه اغا

ذهن تاندکري فکر لوړساتي کبرا ده
نتیجه حدې اوسط دی او صغرا ده
واقد احرار

داسې نۀ چې پۀ تشبيه یې ګنهګار سم
د یار حسن يو پېچلې معما ده
عابد ځواک

سوړ ککړ پر ځای ولاړ یم نه پوهېږم
چې دیدن د یـار روا کـــه ناروا ده؟
اکرام الله امید

د حسرت په نازک پاڼ مې قدم ایښی
د عاصي زمانې هره شپه بلا ده!
منصور طالب

دتقدیر احسانه زه چې لاژوندی یم !
وقف کړې مې دچا سترګو ته سا ده
رحمت الله ګرم

ما د ژوند دوزخي اور سوزوی نشي
راته کړې مې خوږې ادې دعا ده
فکرمل طالب

د حسينو کاروان بيا لکه چې راغلو
د پردو لېوانو څه تونده غپا ده
ذاکر مهاجر

د رنځـور ارمـان په سترګـو کې اغزیه
میرات مړیه چا پوو کړي تا کې سا ده ?!
مستغفر ګربز

تۀ لږ غؤږ شه ! چې دا غلی ځؤږ د څۀ دی ؟
سریندې غوندې نرۍ – نرۍ ندا ده
درمان

د خوړلي ارمان ویر باندې ژړا ده
په لیمو کې نرۍ اوښکه په نڅا ده!
خالد احسان

لېونۍ مینې دې پورته کړم تر داره !
مینه څه ده? خو بس دایې انتها ده
دانش ملنګ

درد دې زما په اندامو خولې لګولي
زۀ پوهېږم چې همدا دي تقاضا ده.
وکيل احمد متوکل

وچه وي مې اندیښنې د زړګې وینه
وه راتـګ تـه دې بخي زیاته اړتیا ده
مستغفر

څومره میل چې په هجران کې د دیدار کړم
تر دې ډیره مې وصال کې لا سودا ده.
ګمدل

په خوندونو که د عشق ابتداء ده
خو په غم او اسویلو یې انتها ده
حافظ سجاد

د بایللي یار د یاد څړیکه شي غبرګه
غلې-غلې د مین زړګي درزا ده!
خالد احسان

زما زړه هم د مستی له غره لويدلی
د غزل ښاپيرۍ ګونګه بېصدا ده
خالد انس

زۀ مجبور‌ يمه صنمه چې پرېږدم دې
ځکه بار مې پر وجود آن خپله سا ده
احسان ژمن

هیڅ ارمان پۀ کې ترسره نۀ شي خدایه !
دنیــا څۀ ده ? ټوله ډکه له جفا ده !
احمد غازي

دا چې تل مې په ازغو کې لاره ویستې
دا مې ټـولـه د شهیدې مور دعـا ده !
صفي الله رائد

په درود مې خوله عطرينه تر بيګا وه
تر سهار مې پر خوله د خدای ثنا ده
فطرت

ای دوخت ثاني سلطان صلاح الدينه !
منتظر درته لومړۍ قبله اقصا ده
ترابي

د قرآن بې حرمتي کېږي دوی چپ دي
لګېدلې مسلمان باندې بلا ده !
تسل منیب

دا چې بيا يې دلته وېره خوره کړې
دا هماغه پرځېدلې اژدها ده !
نورالحبيب نثار

نړیوال غله چي دي هڅه د اشغال کړي
مــلــغـلـره دي د غــیـږ قیـمــت بــهـــا ده
عصمت الله بشام

په یووالي اتحاد به پرمختګ کړو
په یووالي کې ده دې وطن بریا ده
مخبت وردګ

چې هر بیت پکې د مستې ځوانۍ نغاړي
ښاپــېرۍ د الــهامونو پــــه ګډا ده !
اکرام الله امېد

ښکاري داسې چې یې بیا زلفې څنډلي
لګي هره خوا خوشبو خوږه فضا ده !
غالب خوستی

چي همه واړه جهان باندي ودان دی
عحيبه ديار دحسن تجلا ده
مفتي لاهوتي

لېونتوب مې پسې ډير وکړ خو کاش چې
کبرجنه ليلٰی ډيره بې وفا ده !
عاطف لاروی

ازمویلې مې ده یاره له وختونو !
مینه څه ده? یو اپې غوندي بلا ده !
زاهد مل

داچې تاو مې لۀ کمکي زړګي درزا ده
دا دا ستا د نرګسي سترګو مسکا ده
منصور درمان

د فاني دنیا له ټولو نېکمرغیو !
مورې خوښه مې داستا یوه دعا ده
مفکر رښتین

ستا په یاد لا زندګي کومه ګرانه !
لا ودانه مي د زړه دنیا په تا ده !
یعقوب شجاع

ياره ولې د انکار په سټه ناست يې
ما دې کوم يو فرمايش ته کړې شا ده ?!
حيدري جان

ستا دیدن غواړم که څه یي قیمت لوړ دی
ستا لټون کوم دنیا ده که عقبا ده !
مامون

دزړه غېږه مې سکون ته هرکلی کړي
چې لوېدلې دې پر سرو شونډو موسکا ده
سیدمحمد صدیق

هېڅ خاطر پۀ کې د وخت سړو ته نشته
ښایي تللې مو له سترګو نه حیا ده
مهاجر فرید وزیر

دا سړی لېونی شوی که بل څه دي؟
چې په درد کې یې پر شونډو اه خندا ده

فیض محمد فیضان

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx