افغانستان

مولوي مطیع الحق خالص؛په هیواد دامهال۱۰میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

 

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۳سلواغه، ۱۴۰۱ل): د افغاني سرې میاشتي عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص وایي چې په هیواد کې دا مهال لس میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغاني سرې میاشتي عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د یوه ویډیویي کلیپ له لاري ویلي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه خلګ لازمو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د یاد ویډیویي کلیپ له لاري له نړیوالي ټولني او بشري ادارې څخه په دې برخه کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې.
نوموړی زیاتوي چې د ژمي له پیل څخه تر دا مهاله د سالنګ د لویي لاري په شمول ګڼي نوري لاري د واورو د ورښت له امله بندي شوې خو بیرته پرانیستل شوې دي خو له دې سره سره لاهم بامیان، دایکنډي، پنجشېر، غور او دېته ورته ځیني نورو ولایتونو او ولسوالیو ته تلونکي لاري د واورو د زیات ورښت له امله بندي پاتي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې د ژمي د سړې څپې له امله ژمنیو او خوراکي توکو ته ستره اړتیا لري او ددې ترڅنګ یې روغتیایي توکو ته هم اړتیا ډېره شوې ده.
د ښاغلي خالص په وینا ( سرې میاشتي ثابت او فرعي روغتیایي کلینیکونه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې خلګو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندي کولو بوخت دي)

نوموړي همداراز له نړیوالي ټولنې غوښتي چې افغانستان ته بشري مرستي زیاتي کړي او همدارنګه افغانستان ته د نغدي مرستو په انتقال لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

مولوي مطیع الحق خالص وایي چې بشري مرستي په سیاست پوري تړل لوی ظلم او جفا ده او نړیواله ټولنه باید د دې ظلم مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx