نړۍ

دامریکا په فضا د چینایي بالون لیدنه،له امله یې بلېنکن چین ته خپل سفر لغوه کړی

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۱۴سلواغه، ۱۴۰۱): د امریکا په فضا د چین هیواد څارګر بالون لیدل شوی او له امله یې بلینکن دې هیواد ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی

پرون د جمعې په ورځ د امریکا په فضا د چینایي څارګر بالون ګرزېدل چین هم منلي دي او زیاته کړې یې ده چې یاد بالون د دوی دی خو دا بالون یې د هوا حالاتو اړوند د څېړلو بالون ښودلی او په وینا یې باد او خرابي هوا له مسیر څخه ایستلی او د امریکا فضا ته یې وړی دی.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د چین لخوا د دوی په فضا په ښکاره د یوه څارګر بالون د الوځولو پرېکړه د نه منلو او غیر مسؤلانه ده.
نوموړي د دې په غبرګون کې د بېجېنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی.
ویل کیږي چې دا سفر ځکه مهم وه چې چین ته د جوبایډن کابېنې د یوه وزیر لومړنی سفر و چې د سفر موخه یې د فبروري په ۵مه او ۶مه په بېحېنګ کې له چارواکو سره د امنیت، تایوان او کرونا ویروس وبا په شمول په بېلابېلو دوه اړخیزو او نړیوالو مسائلو خبري کول وه.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې پېښه خواشیني ښودلې او په یوه خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي چې له امریکایي لوري سره به د دې موضوع په حل کار وکړي.

د یادولو ده چې د واشنګټن او بېجېنګ اړیکي تردې وړاندي هم ښې نه وې او د شنونکو په وینا دا پېښه به د دوی تر منځ کړکېچ لا زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx