افغانستان

هالنډ؛ اروزګان ولایت کې د ۲۰۰۷م کال د پېښي قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوو.

نن ټکی اسیا( شنبه، ۱۵سلواغه، ۱۴۰۱ل): هالنډ حکومت وایي چې په اروزګان ولایت کې د ۲۰۰۷م کال د پېښي  قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوو.

د هالنډ دفاع وزارت مخکي ویلي وه چې دوی د اروزګان په چوره ولسوالۍ کې په یوې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه د دوی پر هلیکوپټرو ډزې شوې وې.

په ورته مهال په هاګ کې یوې سیمه ییزي محمکې په نومبر کې د هالنډ له حکومته غوښتي وه چې د اروزګان ولایت چوره ولسوالۍ کې د ۲۰۰۷م کال کې د دوی د فوځیانو لخوا د ۲۰ تنو ملکیانو د وژني له امله دي د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.د هالنډ دفاع وزیرې (کاجسا الونګرین) تېره ورځ په یوه لیک کې چې د پارلمان غړو ته یې لېږلی وه، لیکلي وه چې په دې پېښه پنځلس کاله تېر دي نو اوس د وضاحت لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري نو استېناف ته مراجعه نه کوي او زیاته کړې یې ده چې د اوښتي زیان غرامت او تاوان به د پېښي قربانیانو کورنیو ته ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx