نړۍ

سپینی ماڼي داباما دزوکړی سند ولس ته ښکاره کړ

UBAMA_BIRTH_CERTIFICATE (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۷) نیویارک: سپیني ماڼي د دوشنبي په ورځ داباما د زوکړي په اړه یو تفصیلي سند جاري کړ ترڅو وکړاي شي دحکومت دمخالف  (ریپبلیکن ګوند) دهغو ګنګوسو مخه ونیسی چي وایی اباما دامریکا څخه بهر کوم بل هیواد کي پیدا شوی دي، اباما نن غوښتو ترڅو دراتلونکو ټاکنو لپاره د ریپبلیکن ګوند له لوري کاندید کیدونکي ډونال ټرمپ وهغو سوالونو ځوابونو ووایی، چی ګواکي اباما په امریکا کي نه ده زوکړل شوی.

ترلاسه شوی اسنادو نه یواځی دا په ګوته کړی ده چي اباما  دامریکي دهوایی په ایالت کي داګست دمیاشتي پرڅلورم تاریخ کال ۱۹۶۰کي بیداشوی دي، بلکه سند داهم به ګوته کړی ده چي اباما دیادشوی ایالت دکاپیولي ښارګوټي په زیږښتون کي زوکړل شوی وو.

داباما دزوکړی دسند دنوموړي دوکیل له لوري تیره شنبه هغه وخت ترلاسه شو، کله چي نوموړي دهاوایی ایالت ته سفر وکړ ترڅو داباما دزوکړي سند ترلاسه کړی، هغه وو چي نوموړي ددوشنبي به ورځ له سند سره یو ځاي راستون شو.

د سيینی ماڼي داتصالاتو مسئول زیاته کړه په امریکا کي دولسمشر اباما دسند په اړه راپورته شوی اختلاف اباما له سخت مشکل سره مخ کړی وو اباما وویل امریکه ښه خبري رسنئ لري او ښه سیاست په وړاندي بیایی، خو داچي زما دزوکړي پرسر په هیواد کي اختلاف راپورته شوی وو دامریکایانو لپاره ښه خبرنه وو، ځکه اوس مهال مونږ دیوه هیواد په څیر له ډیرو نورو مشکلاتو سره لاس اوګریوان یو اودهیواد سیاست وال باید هغو مسائیلو ته پام واړوي.

دهمسفیر په ښارکي دوینا پر مهال اباما خبریالانوته وویل ډیرخوشحاله یم چي دغه مسئله حل شوه اوس به خلاص یم چی نورومشکلاتو باندي بحث وکړم.

له سي (این این) تلويژنو شبکي سره دخبرو پرمهال ټرمپ چاچي داباما دزوکړي معمه راپورته کړي وه وویل ډیر خوشحاله یم او ډاډه ښکارم چي داباما دزوکړي په اړه اختلاف اخیر زما دنیو کو له کبله پای ته ورسیدي.

بخت الرحمن بخت…………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x