افغانستان

مجاهد؛ د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډي د ا.ا.ا. له استازي پرته نیمګړې دي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۱۶سلواغه،۱۴۰۱ل): ذبیح الله مجاهد وایي چې د افغانستان اسلامي د استازي پرته د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډي نیمګړې دي.

په داسي حال کې چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمي هیوادونو د امنیتي غونډي د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا غونډه به په راتلونکې اونۍ کې د ګڼو هیوادونو د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په کچه ترسره کیږي.
هغه ویلي چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، هندوستان، پاکستان، منځنۍ اسیا او مرکزي شوراګانو مشران د افغانستان په اړه خبري او مشورې کوي.
خو د دې ترڅنګ یې زیاته کړې چې یادي غونډي ته د اسلامي امارت استازي نه دي بلل شوي.

په ورته مهال د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان په اړه چې کومي غونډي جوړېږي په هغه کې باید د افغانستان استازي حضور ولري ترڅو د اسلامي امارت موقف پکې په ښکاره او دقیقه توګه څرګند کړي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان له استازي پرته د افغانستان په اړه غونډي نیمګړې دي.
همداراز یې ویلي: ( د مسکو د غونډي په اړه یو ځل بیا تکراروو چې افغانستان هیچا ته تهدید نه دی او نه باید څوک په دې اړه څه تشویش ولري. بل دا چې دغه هیوادونه باید له افغانستان سره په ډیپلوماتیکه او تجارتي برخه کې خپل روابط نور هم تقویه کړي ترڅو دائمي ثبات رامنځته شي او په دې توګه د سیمي په کچه د امنیت او ثبات په برخه کې مهم ګام واخیستل شي.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx