افغانستان

مالیې وزارت: د افغانستان په اړه د سیګار راپور له حقیقت څخه لیري دی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۱۶سلواغه،۱۴۰۱ل): مالیې وزارت وایي چې د افغانستان په اړه د سیګار راپور له حقیقت څخه لیري دی او په کله یې دوو.

د افغانستان په اړه د متحده ایالتونو ځانګړې پلټونکې ادارې ( سیګار ) د امریکا کانګریس ته په خپل ربعوار راپور کې ادعا کړې چې ګواکه اسلامي امارت په افغانستان کې له هغه انجوګانو او بنسټونو څخه چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې کار کوي د لایسنس فیس، مالیاتو او اداري لګښتونو په نوم پیسې ترلاسه کوي چې د دوی د عوائدو ستره برخه جوړوي.

په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې د کانګریس دې راپور ته غبرګون ښودل شوی او پکې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د سیګار دغه راپور له حقیقت څخه لیري بولي او په کلکه یې ردوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د مالیې وزارت ټولو هغه انجوګانو او بنسټونو ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي مالیاتي معافیت ورکړی دی چې نه مالیه ور څخه اخلي او نه هم کوم اداري مصارف ورڅخه وضع کیږي.
همدارنګه په ټولو ګمرکونو کې د همدې انجوګانو او بنسټونو د توکو په واردولو ټولي ګمرکي تعارفې صفر دي او بې له کوم محصول څخه یوازي د لایسنس فیس اخیستل کیږي چې په ډېره لږه کچه پیسې دي او یو قانوني چوکاټ لري چې له نورو هیوادونو سره په انډول کې دی او د افغانستان پر ملي عوائدو باندي هیڅ کوم اثر نه لري.

همداراز په اعلامیه کې راغلي دي چې د مالیې وزارت په شمول د اسلامي امارت ټول ارګانونه هر هغه انجو او بنسټ ته چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیت کوي اداري، مالي او امنیتي سهولتونه ایجاد کړي او په دې برخه کې خپلو ټولو وعدو ته ژمن دی او د بشري مرستو په وېش او رسونه کې له دوی سره همکاره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx