افغانستان

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خاص استازي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۱۶سلواغه،۱۴۰۱ل): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزیر خاص استازي او مل پلاوي کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د یاد وزارت په ستوري ماڼۍ کې د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزیر خاص استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي ولیدل.

بلخي زیاته کړې چې په ناسته کې د دواړو لوریو تر مینځ د علاقې وړ موضوعاتو ترڅنګ په سیاسي همکاریو، د اړیکو پیاوړتیا او بشري مرستو کې د قطر هیواد الخیریه بنسټ فعالیت په هکله مفصلي خبري وشوې او په پای کې دواړو لوریو وویل چې شته فرصتونه باید ښه مدیریت او استفاده ترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx