افغانستان

تردې دمه د قشقرې کان څخه د ۳۰میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۷سلواغه، ۱۴۰۱ل): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې تر دې دمه د قشقرې کان څخه د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د قشقرې کان له څلورو څاګانو څخه تر دې مهاله د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.

د راپورونو په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت د روان کال د وري میاشتي په ۱۹ مه نېټه د قشقرې د تېلو کان د استخراج کار پیل کړ او له یاد کان څخه هره ورځ د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه تېل استخراجېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx