افغانستان

مجاهد؛ په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت تړلو آوازې حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۷سلواغه،۱۴۰۱ل): په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت تړلو په تړاو اوازې حقیقت نه لري

له تېري ورځي را پدېخوا په رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې ګني په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت تړل شوی دی.
له دې سره سم د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د استول شوي ویډیویي کلیپ له لاري ویلي چې په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفارت د تړل کیدو په تړاو آوازې حقیقت نه لري او زیاته کړې یې ده چې د یاد سفارت ډیپلوماټان د یوې اوونۍ لپاره سعودي عربستان ته د روزني په موخه تللي چې له یوې اووني تېرېدا وروسته به بیرته افغانستان ته را ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx