افغانستان

افغانستان بانک په روانه اوونۍ کې ۱۷میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري

نن ټکی اسیا ( دوشنبه،۱۷سلواغه،۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک یو ځل بیا د رواني اوونۍ په جریان کې ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان بانک په خپله رسمي ټویټر پاڼه په نشر شوي خبر کې لیکلي چې د افغانستان بانک غواړي چې د را رواني چهارشنبې په ورځ تر ۱۷ میلیون امریکایي ډالرو پوري د لیلام په ډول وپلوري.
خبر کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

په نشر شوي خبر کې راغلي چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځي تر پایه پوري تصفیه کړي.

همداراز خبر زیاتوي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx