افغانستان

په ترکیه او سوریه کې دزلزلې له امله دا.ا.ا.د بهرنیو چارو وزارت غمشریکي ښودلې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۷سلواغه،۱۴۰۱ل): په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت ژوره غمشریکي ښودلې.

د بهرنیو چارو وزارت له رسمي ټویټر پاڼي څخه په نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ډېر مالي او ځاني زیان یې هم اړولی، له خپلو مسلمانو وروڼو هیوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او حکومت په استازیتوب ژوره غمشریکي ښيي.
او زیاتوي چې د دغې دردوونکې پېښي شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلي او کاملي روغتیا دعا کوو.
په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت په دې درد او غم کې له خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو سره ځان شریک بولي.
او وایي چې پر اسلامي هیوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوو چې د دغې زلزلې له قربانیانو سره د انساني خواخوږۍ له مخي پر وخت مرستې ته ودانګي.

د یادولو ده چې یاده زلزله چې ۷،۸ اته درجې یې تېزوالی ښودل شوی، نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه لړزولې. همدارنګه یادي زلزلې د ترکیې په ګاونډي هیواد سوریه کې هم ځیني ودانۍ نړولې او درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د راپورونو له مخي د دې زلزلې له امله تر دې مهاله ۱۲۰۰ کسان مړه او څه باندي ۵۳۸۳ تنه نور ټپیان شوي خو د دې ترڅنګ د ترکیې چارواکو ویلي چې ممکن د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زیاته وي ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.
همدارنګه د سوریې چارواکي هم وایي چې زیاتي ودانۍ نړېدلې او خلګ تر لاندي پاتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx