افغانستان

د ملي دفاع وزارت له سرپرست وزیر سره د ترکیې سفیر کتلي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه،۱۷ سلواغه،۱۴۰۱ل): د ملي دفاع وزارت له سرپرست وزیر سره د ترکیې سفیر کتلي.

د ملي دفاع وزارت له رسمي ادرس څخه په نشر شوي خبر کې راغلي چې نن ورځ دوشنبه د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ( جهاد ارګینای) ولیدل.
په خبر کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبري وکړې همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې په هیواد کې د وروستیو زلزلو په هکله خپله خواخوږي وښوده، د شهیدانو لپاره یې د جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلي شفا دعا وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx