افغانستان

کډوالو چارو وزارت؛د پاکستان سیند ایالت له زندان څخه۴۰تنه افغان بندیان آزاد شول

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۸سلواغه،۱۴۰۱ل): د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۴۰ تنه افغان بندیان د پاکستان ایالت له زندان څخه آزاد شوي.
د کډوالو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تازه د دغه وزارت د کډوالو آتشې او په اسلام آباد کې د پاکستان سفارت په هڅو د پاکستان سیند ایالت له زندان څخه ۴۰ تنه افغان بندیان آزاد شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو آزادو شویو بندیانو کې ۴ افغان کورنۍ هم شاملې دي.خبرپاڼه زیاتوي چې یاد آزاد شوي بندیان به د سپین بولدک ـ چمن له لاري افغانستان ته ولېږدول شي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د لندي او پچه زنذانونو څخه د ۱۶۰ نورو افغان کډوالو بندیانو د خلاصون هڅي هم رواني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx