افغانستان

ټولګټو چارو وزارت؛دوروستیو واورو له امله مو لسګونه په لارو کې بند مسافر ژغورلي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۸سلواغه،۱۴۰۱ل): د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د وروستیو واورو له امله مو لسګونه په لارو کې بند پاته مسافر ژغورلي دي.

د ټولګټو چارو وزارت له رسمي ټویټر پاڼي څخه په نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولګټو چارو وزارت د وروستیو واورو په مهال په واوره ځپلو مسیرونو کې لسګونه بند پاته مسافر ژغورلي دي.

اعلامیه کې راغلي چې د ټولګټو وزارت د وروستۍ واوري ورېدو له امله د بندو سړکونو او لویو لارو خلاصون سربېره په ځینو ولایتونو کې د تګ راتګ پر مهال په سختو واورو کې بند پاته ګڼ شمېر مسافر ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي.

اعلامیه کې ویل شوي چې هغه مسافر او نقلیه وسائط چې د بامیانو ولایت د ( ورس، پنجاب او شاطو کوتل) مسیر، د بامیان ـ دایکندي اړوند قناق کوتل مسیر او په سالنګونو کې د واوري د سخت ورښت او په ځینو برخو کې د طوفان او واوري ښوېدني له امله بند پاته وه، د دغه وزارت ولایتي پرسونل له شته امکاناتو څخه په ګټي اخیستني د ژمي سړې هوا په زغملو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو سره ژغورل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د ټولګټو وزارت ژمن دی چې له شته امکاناتو څخه په مؤثري ګټي اخیستني سره درنو هیوادوالو ته په هر ډول شرائطو کې غوره ترانسپورټي د ( تګ، راتګ) اسانتیاوي برابري او په دغه برخه کې شته ستونزي له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx