افغانستان

د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د ا.ا.ا. د ۱۵ میلیون افغانیو مرستي اعلان وکړ

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۸ سلواغه،۱۴۰۱ل): د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د ا.ا.ا. د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د مرستي اعلان وکړ.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له وروڼو مسلمانو ولسونو سره چې په وروستۍ سخته زلزله کې یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ولیدل او وروستۍ شمېرې د تلفاتو مخ په لوړېدو کچه ښيي یو ځل بیا خپله خواخوږي څرګندوي او په دې سخت وخت کې خپلو دردېدلیو وروڼو او خویندو سره درېږي او د بشري خواخوږۍ او اسلامي اخوت پر بنسټ د لس میلیون (10000000) افغانیو په کچه د ترکیې له زلزله ځپلو سره او د پنځه میلیون (5000000) افغانیو په کچه د سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته اعلانوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ژغورني او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي چې د اړتیا پر مهال د ژغورني په عملیاتو کې برخه واخلي او د خپلو ترکي او سوري زلزله ځپلو خویندو او وروڼو مرستې ته ورسېږي.
اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د ا.ا.ا. دیپلوماتیک ماموریت ته هدایت ورکوي چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې زلزله ځپلو سره له خپلو هڅو او هاند دریغ ونه کړي او په ترکیه کې له مېشتو افغانانو هم هیله کوو چې له زلزله ځپلو څخه خپلي مرستې ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx