نظــر

اسلامي امارت د ترکيې او سوریې له زازله ځپلو سره د خپلې خولې ګوله هم شریکه کړه

خالقیار احمدزی
وروسته تر هغه چې په ترکیه او سوریه کې ویجاړوونکې زلزله رامنځته شوه؛ په زرګونو کسان ووژل شول، لسګونه زره ټپیان او بلها مالي زیانونه یې واړول؛ اسلامي امارت د نړۍ د یوه سیال هیواد په توګه راوړاندې شو او د دیپلوماتیک چینل له لارې یې له خپل دغه مسلمانو وروڼو هیوادونو خپله خواخوږي شریکه کړه.
لومړی یې له یاد هیواد سره د غمرازي پیغام خپور کړ او په تعقیب یې له یادو هیوادونو سره د خپل وس مطابق، مالي مرسته اعلان کړه.
اسلامي امارت ترکیې هیواد سره د ۱۰ میلیونه او سوریې سره یې د ۵ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ.
پر دې سربیره یې پر یادو هیوادونو غږ وکړ، چې چمتو دي یاد هیواد ته روغتیایي ټیمونه هم واستوي او ترڅنګ یې هلته میشتو سفارتي کارکوونکو او عامو افغانانو. ته هم لارښوونه وکړه، چې له زلزله ځپلو سره له خپل هیڅ ډول مرستو څخه دریغ ونکړي.

دا وه، د یوه ژمن اسلامي نظام اعلامیه، چې د خپلو مسلمانو وروڼو په درد څومره غمجن او تر کومې کچې یې مرستې ته ځان ژمن بولي.

هغه هیواد چې کلي کورونه یې لا هم د فاسفورس او بارتو تر تاوجن اغیز لاندې دي، لا یې هم د امریکایي بمونو له امله نړیدلې کنډواله همغسې ویجاړه پرته ده، لا یې هم د اشغال پر وړاندې د ټپي شوي مجاهد ملت زخمونه ناسور دي، لا هم په کونډې مورکۍ د فراق سوې اوښکې نه دي پاکې شوي او اوس هم د پروني یتیم ګریوان همغسې شلیدلی پاتې دی.
هوکې؛ دا د همغه امارت د خواخوږۍ ژوندۍ بیلګه وه، د چا پر وړاندې چې د ناټو ایتلاف تر سیوري لاندې همدې ځپل شويو ترکانو د دښمنۍ توره را ایستلې وه او په خپل هیواد کې یې ځکه د ژوند حق ترې اخیستی وه، چې د امریکا په مشرۍ د دیموکراتو اشغالګرو د ناوړه اهدافو د پلې کیدو پر وړاندې خنډ وه.
خو اوس همغه امارت ده، چې د خپل هیواد څوکه څوکه مغصوبه خاوره یې بیرته تر خپل سیوان لاندې راوستله او له یادو هیوادونو یې د کسات پر ځای، د خپل ټاټوبي رغولو ته کار ویلی دی.

همغه امارت ده چې نړۍ ته یې پرون هم ویل او نن هم وایي چې له ټولو هیوادونو سره حسنه اړیکې غواړي او نړۍ باید د افغانستان د اوسني چارسنبالي نظام خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته په ارزښت قائل شي.

دا د همغه امارت د نمونوي اخلاص کوچنۍ بیلګه ده، چې لا هم د امریکا په مشرۍ د نړۍ هیوادونو پرې ظالمانه بندیزونه لګولي او د همدې ترکیې په ګډون یو اسلامي هیواد یې هم د رسمیت پیژندنې جنډه نه شي پورته کولای..

هو!

دا چې په کور دننه او بهر کې یې مخالفین ولې داعیه ننګوي، نو څرګنده ده چې دلته د څلویښت کلنې جګړې استخباراتي اغیز لا هم پر ځای پاتې، لا هم د نورو ګټو مدافعین او د اسلام او وطن سرسخته معاندین شتون لري؛ ټولو ته جوته ده چې د هیواد د ارتقاء په مخ کې څوک خنډ دي او ولې؟
هغوی چې د لویدیځ په مرفه آپارتمانونو کې را لوی شول، بیا دلته د هغوی لخوا د خپلو مفکورو د ارویج لپاره وارد شول او شل کلونه یې د افغانانو پر سرونو میچنې وڅرخولې، هغوی به د افغاني برم له ارزښت څه خبر وي، هغوی ته همدې کفایت کاوو، چې بیرته د غرب په طیارو کې خپل اصلي هستوګنځي ته ولاړ شي او هلته پخوانی کار باندې بیرته له سره پیل وکړي.
اوس چې یو ټولمنلی مرکزي نظام راغلی، اړتیا ده چې له نړۍ سره هم د سیال هیواد په توګه تعامل وکړي او خپل ملت هم په غیږ کې واخلي، ځکه هم په تهاجر کې زندګي ستونزمنه ده او هم په کور دننه مخالفتونو کې د بقاء څرک نه لګیږي.

امارت همغه امارت ده، پالیسي یې همغه پخوانۍ ده او ژمنتیا یې هم ټولو ته جوته ده، راځئ په یوه غږ یې د ملاتړ لپاره را ودانګو او د سترو امیدونو دغه روانه شوې بیړۍ  د علیاء مصالحو د پوره کیدو تر ساحله ورسوو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx