افغانستان

افغانستان بانک؛د سالم بانکي سیستم ددرلودو لپاره یوځل بیا خپلي ژمني تازه کوو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۹سلواغه، ۱۴۰۱ل): افغانستان بانک وایي چې د سالم مالي او بانکي سیستم د درلودلو لپاره یو ځل بیا له ملي او نړیوالو شریکانو سره خپلي ژمني تازه کوو.

د افغانستان بانک له رسمي ادرس څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګرو، صرافانو، د قېمتي ډبرو کاروباریانو او له ګرانو هیوادوالو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوي چې په اقتصادي معاملو او راکره ورکړه کې د افغانۍ د کارولو، له هیواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قېمتي ډبرو، لرغونو اثارو د قاچاق او افغانستان ته د سیمي هیوادوالو د پیسو د راوړلو د مخنیوي په تړاو د ریاست الوزراء د قدرمن مقام د رسنیزي اعلامیې درج شوي مواد په پام کې ونیسي او ملي ارزښتونو ته د درناوي لپاره له دې پروسې ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک ډاډمن دی چې دا اقدام به د افغانستان د خلګو په خیر وي او اسعارو پر وړاندي به د افغانۍ د ارزښت د لاټینګښت او ټیکاو په برخه کې اغېزناکه رول ولري او په ټولیزه کچه به د ټول هیواد ملي ګټي تامین کړي.

همدارنګه اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه یو ځل بیا د یو سالم مالي او بانکي سیستم د درلودلو لپاره له ملي او نړیوالو شریکانو سره خپلي ژمني تازه کوي او د خپل کاري واکونو په محدوده کې له هر ډول ګټوري او اغېزناکي پروسې چې د عامه ګټو د تامینولو لامل کیږي، ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx