ادبي لیکني

د نړیوال ژورنال مقالو ټولګه چاپ شوه

عبدالرحمن دانش

په ننګرهار کې د هاشمي څېړنیز مرکز او خپرندويي ټولنې د سید اصغر هاشمي د نړیوال ژورنال مقالو ټولګه چاپ کړه. په نړیوال ژورنال کې د مقالو خپرول دقت او لوی کار ته اړتیا لري، چې خوشبختانه د لیکوال لږو ډېر شل مقالې په نړیوالو بېلابېلو ژورنالونو کې چاپ شوي دي، فکر کوم د پښتنو په فرهنګ کې به دا لومړنۍ داسې ټولګه وي چې د نړیوال ژورنال مقالې په انګلیسي ژبې ټولنې ته وړاندې کوي. د یوې ژبې او فرهنګ د بډاینې لپاره اړینه ده چې په نورو ژبو خپل ادب او ټولنه خلکو ته پېژندل شي.

په دې برخه کې نورې خبرې د لیکوال له یادښته راوړو:
(په شعوري او اختیاري ډول علمي او څېړنیز کارونه کوم او په دې هیله چې یوه ورځ پښتو ژبه په هرې برخې کې کافي مواد ولري.

له نن څخه پنځلس کاله مخکې ابتدايي علمي کارونه مې پيل کړه، تر نن ورځې پورې په لسګونو چاپ شوي کتابونه، په سلګونو غیر رسمي مقالې، په لسګونو سېمینارونه، په لسګونو ان لاین درسونه، په لسګونو رسمي او علمي مقالې او په نړیوال ژورنال کې هم په لسګونو مقالې چاپ شوي دي، چې د بېلګې په ډول له تاسو سره خپلې نړیوال ژورنال مقالې د یو کتاب په ټولګه کې وړاندې کوم.

په دې کتاب کې ډېرې مقالې د پښتو ادبیاتو په چوکاټ کې په داسې موضوعاتو لیکل شوي دي، چې خبرې او سرلیکونه یې په نړیواله کچه نویوالی لري، د دې خبرې د ثابتولو لپاره دومره ویلی شم چې د دې کتاب څلور مقالې په نړیواله کچه په څلورو بېلابېلو نړیوالو کتابونو کې چاپ شوي دي، له دې جملې څخه (د میرزا خان انصاري په شعرونو کې د شمېرو فلسفي څېړنه او د پوهاند زیار د څېړنو او پنځونو د پیاوړتیا او ځوړتیا پړاوونه) او داسې نورې مقالې یې ښې بېلګې دي.
زه فکر کوم چې په افغانستان کې به دا لومړی ځل وي چې د نړیوالو مقالو یوه داسې ټولګه چاپېږي چې ټولې مقالې پکې د یو کس دي.

د دې اثر هره مقاله نوي سرلیکونه، نوې خبرې او یو نوی فکر وړاندې کوي، د ښه دلیل لپاره د همدغو مقالو پښتو ژباړې تر لاسه کولی او لوستلی شئ.

په پای کې د الله تعالی شکر ادا کوم چې د دې توان یې راکړی، چې علمي کار کوم او خپلې ټولنې او انسانیت ته خدمت کوم.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx