
پوهنمل رحمت الله حکیمي
حیاء په ټوله کې د ژوند ، په ځانګړي ډول د ادبیاتو ښکلا ده. په کار ده چې په ویلو او لیکلو کې له ډېرې حیاء څخه کار واخیستل شي. څومره چې الفاظ او کلمې مسطورې وي ، دومره جذابیت او ښکلاییز کیف پیداکوي. بربنډ او بازاري الفاظ د ادبیاتو په کور کې ځای نه لري ، ادبیت او هنریت ته یې تاوان رسوي. حیاء عربي صفت دی ، د لغوي اړخه تغیر ته وایي ، چې د پردې ، عزت ، نزاکت ، پټولو او نفس مهارولو په معنا ده . اصطلاحاً د ملامتیا له وېرې د یوه شي پرېښوولو ته حیاء وایي . د ژوند اغېزناکه رنګیني په ښکلا کې نغښتې . انساني مزاج عقلاً او نقلاً له بربنډوالي څخه بد وړي ، د حدیت شریف متن دی : (( عن ابي سعیدالخدری ( رض ) قال کانَ رسولُ الله ( صلی الله علیه وسلم ) اَشدحیاء مِن العِذار فی خدرها فاذا رای شیاءً یَکرهه عَرفناه فی وَجهه . )) . ژباړه : دحضرت ابوسعید الخدری ( رض ) څخه روایت دی چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) به په پرده کې له ناستې ښځې څخه ډېر حیا دار و ، کله به چې رسول الله ( ص ) ناخوښ شی ولید ، نو د هغه اثر به د ده مبارک په مخ کې معلومېده . ( رواه البخاري )
له ادبي اړخه کوم الفاظ، چې په نزاکت امیز ډول په پردوکې وویل شي هومره خوند لري .کوم څه چې واضح نه وي د موندونکي ذهني تجسس یې په نزاکت امیزو او مسطورو لارو پیداکوي ، چې دا بیا بېل کیف لري ، لکه د خپلې ورکې موندنه. په ادبیاتو کې د ایهام ، کنایې ، سېمبول او ابهام ښکلا زېږوونکو نورمونو علت همدا دی، چې هر څه په کې له نزاکت امیزو ، عاطفي او تلوسه زېږوونکو پردو وروسته پېژندل کېږي.
د ادبیاتو حقیقي ماهیت د ژوند اغېزناکه او مهذبه ژباړه ده. د اغېز اصلي زړی په حیا کې پټ دی ، چې ادبیاتو ته د ښکلاییز کیف روح ورپوه کوي. حمزه صاحب ( رح ) وایي:
راغلې ناڅاپه ورخطا دې کړمه
ځکــه مېلمه غوندې خبرې کوم
پورته بیت ته طبیعي ښکلا همدې حیاء ورکړې او د مصنوعي زیوراتو له بار څخه یې ساتلی دی. که فکر وکړو مېلمه ډېر ارام ، دروند او حیاناک غږېږي. دلته خپل محبوب ته ویل شوي چې ستا ناڅاپي راتګ پر ما د مېلمه غوندې حالت راوستلو ، بل ځای وایي :
غـــل د مــحـبـت غلــطیـــدای نـــشي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
لوړه عادي خبره ده ، دا چې ولې په لوستونکي خوږه لګي؟ علت یې دادی چې د( چاته نه کتلو ) حالت یې په حیاء او پښتنه مینه سینګار کړی . همغه د مشهور ژبپوه جامسکي خبره د سړي سترګو ته درېږي ، چې وایي : (( د ژبې تر شاه پر موجود فرهنګ باید ټینګار وشي . )) دلته د حمزه کلام ته پښتني فرهنګ ، ثقافت ، دود او حیاء ځانګړې ښکلا ورکړې. په پښتني چاپیریال کې د خپل محبوب سره غوره تعامل همدا دی، چې په ډک محفل کې ښکته ګوري نه پورته . پورته بیت موږ ته ځکه خوږ ښکاري چې د ( نه کتلو ) حالت تر شاه د پښتني فرهنګ ، ثقافت او دود زړه بوږنوونکي رجحانات پراته دي.
ادب یوازې د خپلو نفسي خواهشاتو د مشبوع کولو، د خپل نفس خوښ ساتلو او نېشې ګولۍ نه ده ، چې ځان پرې نیشه کړو، بلکې په بشري ژوند کې دروند او لوړ رسالت په غاړه لري . په لوی لاس باندې باید د ادیبانو او لیکوالو څخه په نیشه روږدي کسان جوړ نه کړو، چې یوازې په نیشه یي توکو ځان خمار کړي ، د ځان او جهان څخه خبر نه وي. په کار ده چې لیکوال او شاعر د ټولنې نبض ته په پام داسې مؤثرې او مُثمرې لیکنې وکړي ، چې انسان او ټولنه دواړه پرې ښایسته وي. د هرې ژبې ادبیات د خپلو ټولنیزو ارزښتونو له زېګنالونو څخه سېرابه دي. افغانستان یوسنتي او په الهي انوارو هغه وړانګن ټاټوبی دی ، چې هر څه په ځانګړي ډول ادبیات یې د اسلامي ، ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونه څخه بېل نه مطالعه کېږي، استاد ناګار وایي :
وسوسه یې د حیا اخر تقوا شوه
ما چې خوله ترېنه غوښته دې استغفار کړ
لوړ بیت کې وینو چې زموږ د ټولنې عشق د اسلام په مبارکو انوارو تر دې حده وړانګن دی، چې په وسیله یې محبوبه هم د حیا په سوچونو کې د مینې له ورخه د تقوا مزه څکي . که دقیق شو هنر او ښکلاییز کیف د سېمبول ، کنایې ، استعارې او مجاز په ظرفونو کې وړاندې کېږي له دې څخه هم ښکاري چې ادبیات له بربنډوالي څخه بد وړي. د پښتو ژبې نازکخیال شاعر کاظم خان شیدا وایي:
په غونچه یې د بلبل په شان نعره کړه
شیدا ولیـده اداء ستـا پـــه نقـاب کې
لوړ کلا م کې وینو ، چې د محبوبې حیاناکې او مسطورې اداءپه شیدا باندې د بلبل غوندې ناره کړې. له دې ښکاري ، چې حیاء د ادبیاتو ښکلاییز ګراف لا پسې لوړ کړی . فکر کوم د الفت صاحب وینا ده چې وايي: (( خبره مونثه ده ، څومره چې په حیا کې وشي دومره یې اغېز زیات وي .)) دغزل د پېژن په اړه حقیقي خبره داده ، چې دلطافت، حیا ء، باریکۍ او تغزل له وجې دښځو په وړاندې خبرې وشي . یا دا چې غزاله له خوړونکي زمري څخه په حیاناکو او نزاکت امیزه کتلو ځان ژغوري . د کتلو دغه کیف غزل دی ، چې ځينې يې په غلط ډول دښځوسره د خبرې کولو په معنا تعبیروي . اصلاً د هغې حیاناکې او نزاکتي ادا ء کیف دی ، چې د ښځو په وړاندې ترسره کېږي .دلته هم وینو ، چې د تغزل اصلي زړی په حیاء او نزاکت کې پټ دی.
بازاري او فیشني شاعري د ادبیاتو په مهذبه لمن تور داغ جوړ کړی ، کنه د افغاني ټولنې ادبیاتو ذاتاً په حیاناکه او نزاکت رنګه لار قدمونه اېښي،کاظم خان شیدا وایي:
د اوبو په شان روان په هسې لار شه
چې دا سپـینه لمن وساتـې له ګـرده
سپینه لمن د حیاء او عفت لمن وي، چې دګردونو او داغ څخه پاکه وي. شیدا هم خپل مخاطب هسې لار ته رابولي ، چې د اوبو په شان پاک او سپېڅلی روان وي .
عاموالی ذاتاً عادي او خاصوالی غیر عادي کړنه ده . څنګه چې ادبیات د غیرعادي بیان انځوریزه ژبه ده ، نو حیاء هم د خاص والي او غیر عادي والي په رامنځته کولو کې بارز نقش لري، حمزه صاحب وایي:
د لمر مخیو دیدن کلـه کله ښه وي
هغه حسن حسن مه ګڼه چې عام شو
حیاناک حسن نه عام کېږي ، همدې ته په پام لوړ بیت کې وینو چې حمزه د ښکلو ( لمر مخیو ) دیدن کله کله غوښتی او د عاموالي په واسطه یې حسن له صفر سره ضرب کړی. همدا حیاء ده ، چې حسن په کې نغښتی او همدا حسن دی ، چې حیاء په کې نغښتې . په ادبیاتو کې همدا اغېزناک کیف په حیاء کې نغښتی ، چې زموږ د عاشق له اوښکو څخه یې تسبې جوړې کړي او سترګو ته یې د ثناء ویلو چل ور زده کړی لکه په اړه یې چې حمزه بابا وایي :
عشقه ! ددې اوښکو له تسبو نه دې
څنګه دې ور زده کړه ثناء سترګو تـه
که په حقیقي ډول ووایو ادب او حیاء یو له بل سره خور او ورور دي ، چې په ګډه سره د هنریت او ښکلا افاقي پیغامونه له ځانه سره وړي . د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) د مبارکې وینا پښتو متن دی، چې وايي : (( بد ویل او بې ادبي چې په هر شي کې وي هغه معیوب وي . حیاء او ادب چې په هر شي کې ویي هغې ته ښکلا ورکوي . )) ( رواه الترمذی )
که ادب د ژوند د رغښت او ښکلا لپاره غواړو ؛ نو ژوند په اسلام او اسلام په حیاء ښایسته دی. د حضرت انس ( رض ) څخه روایت دی : (( قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ لِكُلِّ دِينٍ خُلُقًا، وَخُلُقُ الْإِسْلَامِ الْحَيَاءُ. )) .ابن ماجة (4182) ژباړه : بېشکه د هر دین لپاره یو ه ځانګړنه ده او د اسلام ځانګړنه حیاء ده.
په ټوله کې مو دا لیکنه دې پایلې ته رسوي چې په حقیقي ډول د ادبیاتو جمال په حیاء کې نغښتی یوازې بربنډ ، بازاري او نفس پاروونکي اشعار او لیکنې د دغه دنګې ماڼۍ رنګ نشي پیکه کولای ، خپلې خبرې د پښتو ژبې د غزلبول شاعر په لاندې کلام رانغاړم :
پوه شومــه پسرلیه د عزت په راز
سر کې د لښکر ځي عَلم پټه خوله