شعـــــرونه

د همشکله کلمو نظم/ نسيم شاه عادل

نسيم شاه عادل

بې له تا نه زما زړه کله صبریږي
بېلتانه کې مې وختونه نه تیریږي

تل چې زه دا ستا د خولې خبرې واورم
نو خولې مې د پښو تَل ته رسیږي

چې دا سود ګڼې په سُود چې بچی لوی کړې
هیڅ به سود ترینه ونه کړې چې لوییږي

سُر او تال دې په خپل سر ورته جوړ کړی
مطرب نه یې سر دې کله پرې خلاصیږي

چې په لور د ازادۍ لَور دې زیات کړ
د تهمت لُور به دا ستا په لُور غزیږي

سور پرې ته يې سور یې زیات دی د سُور زویه
سُور پالنګ باندې دې بل څوک نه لوریږي

تلل سم کوه چې تلل له دې نړۍ شته
شته مالونه به له تا نه پاتې کیږي

نه دا نه کړم چې دانه دانه یې پریږدم
دا لفظونه په پییلو ښکلې کيږي

خوله، خوله شو او که لاړې ترې ته لاړې
دا ګرمي ده که آنار دې ډیر خوښیږي

په کاله کې دې پنځه کاله ژوند وکړ
او تر اوسه یې ادرس درنه هیریږي

غم يې وخوره چې دا زخم یې زخیم دی
وینې زوې دې د زوی نه چې بهیږي

دا اوربل به دې اور بل کړي په غمازو
په جحاب او په پړوني چې پټیږي

خزانه دې له خزانه ځنې ژغوره
په کور مه ساته خور لور چې خزانیږي

مړې کله چې ستا مړې سترګې مړې شي
سړې اوښکې دې سړي‌ ته معلومیږي

مرورې مرورې مې درته راوړې
تا ویل چې مرورې زما خوښیږي

که زړه وي زړه يې لا حرصه ډک وي
په تير عمر کې حرص یې سیوا کیږي

په اوږه باندې دې اوږه کور ته راوړه
چې له لوري دې وږمې راپورته کیږي

د مورچل دې راته ښکاري کور کې ناست یې
د مورچل نه دې هیڅ غږ نه را جګیږي

ځوړ پیچومي باندې زوړ کله ورتلی شي
د ځوان مخې ته دا هیڅ یو نه ټینګیږي

چې په ګوته مې دې ګوته ولیدله
ما سره دې ګوته کړې معلومیږي

ستا د تور اوربل په تور چې زه ستي شم
دغه تور به مې بریا کې حسابیږي

که بادرنګ دی که تره، تره ته دی یو دي
هغه کله یې په خوند باندې پوهیږي

دا ستا کسي ما ته رډ رډ چې را کسي
نو مې سترګې حیاناکې دې ټیټیږي

غله له ژرندې غله ټوله وه بار کړې
اوس د غله غله په کور کې نه پټيږي

د نيکه نېکه خبره کې پند پروت وي
مشران چې ‌ هر څه وایي تطبیقیږي

که وړه ده دا وینا یې وړه بویه
وړه په ډيرو اوبه ګوره چکړیږي

چې تربور راته پیغور د غربت راکړ
د زړه وینې مې ته وینې چې توییږي

چې په کومه ژبه ډېر تکلم وکړې
هغې ژبه کې دې ژبه نه بندیږي

تر دې تېر شه د ملا تیر به درته مات کړي
تېر وتنې په تېر عمر نه سمیږي

دا ده سمه، سمه غره په شانته نه وي
د غره خلک ټول غرَه وي نه رغیږي

د غزل سترګې خو دومره قیمتي دي
په غزل کې یې ستاینه نه ځاییږي

سره مې سره کړه د سرو هار مې ترینه جوړ کړ
سره غمي سره بلا ښکلې ځلیږي

زه خو ستایم تا به ستایم زما ربه
ستا ستاینه باندې کله څوک مړیږي

چې دې دَر ته درته ناست یم رحم وکړه
ای عادله سوال په دَر دې ښه قبلیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx