ټولنیزه برخه

پر ټولنې او ځوانانو د عشقي ناولونو بد اغېز!

احمدارشاد سعید

د هندي او ترکي مزخرفو سریالونو سربېره زموږ لوستي او لیکوالي طبقې هم؛ چې د ټولنې د اصلاح لویه توقع ترې کېده، متأسفانه د ځوانانو په غافله کولو کې لویه ونډه درلودلې ده.

تاسي که د تیرو شلو کلونو په جریان کې یوازي د چاپو شویو ناولو جاج واخلئ، یوه لویه برخه یې پر دې راڅرخي چې څنګه ځوانان د د دین او ټولنې د علیا اهدافو له تحقق غافله او د عشق او مینې په نامه یې د فساد لوري ته ټېل وهي.

زه تاسي ته ددې ناولونو له جملې یوازي یو ناول او زموږ پر ټولنې د هغه د بدو اثراتو یو مثال بیانوم:

یو ناول(چې دلته یې د نوم یادونه راته مناسبه نه ښکاري) د یو ځوان خیالي کیسه کوي چې د پېښور په کوم مکتب کې په زده کړو بوخت دی، دا چې دې مکتب کې هلکان او نجونې کډ زده کړې کوي، د درسونو سربیره هلکان او نجونې یو بل ته د مینې خورا ډیر خطونه تبادله کوي چې دا چاره په ټول مکتب کې عامه ده.

په همدې ورځو کې ددوی ټولګی ته په یوې باراني ورځ د لیکوال په کلماتو “یوه ښکلې، جذابه او د ښایست په تول پوره” نجلۍ چې د باران له وجې ټوله لونده خشته شوې راځي، ددې ځوان په شمول د ټولګی ټول هلکان پر نجلۍ زړه بایلي، خو “د لیکوال په کلماتو”، بخت د ځوان سره یاري کوي، هغه راځي دده تر څنګ خالي چوکۍ کې کښېني او همدا یې په ټولګی کې ټاکلی ځای کیږي.

ورځي تیریږي، ځوان د نجلۍ په مینه کې دومره ورکیږي چې هرې خوا یوازي دا ورته ښکاري، تر دې چې نور یې د صبر کاسه لبرېزه کیږي، نجلۍ ته خط لیکي او په ښکاره ورته وايي چې مینه ورسره لري، نجلۍ هم په لومړیو کې حیا کوي خو وروسته دا هم اطمنان ورکوي چې مینه ورسره لري.
ددوی دواړو د عشقبازۍ تار له همدې صنفه پیل کیږي، د ۱۲ ټولګی تر فراغت وروسته باید هر یو خپل کور کلي ته ستون شي او تر څه رخصتۍ وروسته راتلونکې کانکور ته د اماده ګۍ په خاطر کورسونو ته راشي.

دوی دواړه د اخري خدای پاماني پر مهال په دې غمجن وي چې د څه مودې لپاره له یو بل بیلیږي، خو تر دې ډیر تشویش یې دې ته وي چې ایا پلار به یې دا راتلونکی کال درسونو ته پرېږدي که نه؟ ځکه نجلۍ وايي چې په کلي کې اوس هم خلک ددې د پلار په اړه خبري کوي چې ولي یې پیغله لور مکتب ته لېږلې ده؟

کله چې د کانکور کورس پیلېږي، کورس خلاصیږي خو نجلۍ پېښور ته نه راځي او یو مخ یې حال ورکیږي، هلک که څه هم د ادبیاتو پوهنځی ته کامیابیږي، خو د نجلۍ نه راتګ یې سخت ځوروي، له درسونو یې ډیره توجه نجلۍ ته وي، شپه او ورځ ددې په خیالونو کې ډوب تللی وي، هرې خوا یوازي دا ورته ښکاري، تشویشونه یې دومره زیاتیږي چې د مریضۍ تر بستره یې رسوي، ډاکټران مشوره ورکوي چې هلک باید تفریحي ځایونو کې وګرځول شي چې ذهني تشویشونه یې له منځه ولاړ شي.

هلک او یو ملګری یې په همدې نیت د ننګرهار سپین غره سیمي ته د سیل او تفریح لپاره ځي، تصادفاً دوی د نجلۍ د کاکا(تره) د زوی ځای کې مېلمانه کیږي، کله چې له دوی پوښتنه کوي چې کوم ځای کې مکتب وایي او دوی د مکتب نوم وریادوي، هغه کس د خپل کاکا د لور خبره ورته کوي چې هغه هم د پېښور له همدې مکتبه فارغه شوې خو پلار یې نور لوړو زده کړو ته پرې نه ښودل او د ولور لپاره یې د بل کلي یوه سپین ږیري بزګر ته واده کړه.

ددې خبر په اورېدو د هلک حالت نور هم خرابیږي، بدن یې له توانه لویږي، ملګری یې ددې لپاره چې پام یې په بله کړي د غرونو لمنې ته بیایي، دوی چې کله هلته رسیږي، هلک هماغه نجلۍ د خپل خاوند سره ویني چې بوټي ټولوي او هغه سندره وايي چې یو وخت یې په ټولګی کې ویلې وه او ده ترې اورېدلې وه، دی د یوه کتاب سپینه پاڼه رابېلوي او پر لیکي چې دا سندره یو ځل بیا ووايي، نجلۍ چې کله پاڼه ویني دده خط پېژني او په لوړ او له سوزه ډک آواز هماغه سندره وايي، دا حالت هلک بې هوشه کوي او چې سترګې خلاصوي که ګوري چې ملګری او ډاکټران یې د پېښور په کوم هسپتال کې سر ته ولاړ دي، کیسه پر همدې ځای پای ته رسیږي.

دا چې دا ناول زموږ پر ټولنه خصوصاً ځوانانو کوم بد اغیز لرلی شي زه یې لاندي بیانوم:

1. دا ناول په دومره رنګینو او خوږو الفاظو لیکل شوی چې کم علمه ځوانان ډېر ژر تر اثر لاندي راویستلی شي، هر یو به دا کوښښ کوي چې ددې افسانوي هلک په څېر دی هم باید د کومي نجلۍ سره د عشقبازۍ تار وځغلوي او بیا ددې هلک په څېر د هغې په مېنه کې ځان ورک کړي.

2. دا ناول به زموږ ټولنې ته د عصري زده کړو د شاګردانو خصوصاً د نجونو د زده کړو کوم ډول تصویر وړاندي کړي؟ همدا چې نجوني او هلکان تمامه ورځ په مکتب او پوهنتون کې یو بل ته د خطونو له استولو پرته بله مشغله نه لري او یا دا چې مکاتب او پوهنتونونه د هلکانو لپاره د نجونو او د نجونو لپاره د هلکانو د پیدا کولو او عشقبازۍ تر ټولو ښه مرکزونه دي، په دې صورت کې به بیا څوک مکتب ته د خپلې لور لېږلو ته زړه ښه کړي؟

3. لیکوال کوښښ کړی د ناول مرکزي کرکټر یو افسانوي او ایډیال شخصیت معرفي کړي، داسي یو کس چې لیاقت او ځراکت سربیره پوره ربابچي وي، په ساز او موسقۍ روږدی وي، د فزیک تر څنګ د ډاروین نظریات هم لولي، پوخ نېشنلسټ وي، هر شی او هر حقیقت نسبي ګڼي، دیني امورو ته ډیر ملتزم نه وي، تر دې چې که یې خوښه وي “لمونځ” کوي، کنې نه یې کوي.

4. ددې او دې ته ورته ناولونو تر ټولو لویه اشتباه داده چې ځوانانو ته غلط امیدونه ورکوي، داسي چې که چیري دا “عاشق” او “معشوقه” خپل مراد ته ورسیږي او یو د بل په نصیب شي، نو خورا له خوښیو او خوشالیو ډک ژوند به ولري، خو حقیقت داسي نه دی، ماته په ډیري داسي جوړې معلومي دي چې یو له بل سره یې په اصطلاح ژوره مینه درلوده، خو چې واده یې کړی ژوند یې تر ټولو زیات تریخ شوی وي، تر دې چې خبره بیرته تر طلاقه ورسېدلیږي.

5. دې ډول ناولونو نه یوازي د ځوانانو په مینځ کې فساد ته لاره هواره کړې، بلکي په ټولنه کې د نجونو له تېښتي نیولې تر لویو خپلمنځي شخړو پورې سبب ګرځېدلي دي چې نمونې یې موږ تاسو ټولو ته معلومي دي.

که چیري ددې ډول مزخرفو او بې هدفو ناولونو پر ځای پر داسي موضوعاتو ناولونه لیکل شوي وای چې ځوانان یې علم ته هڅولی، د دین ساتنې او د هیواد ابادۍ ته یې هڅولی او د هغو ستونزو حل ته یې هڅولی چې نن موږ او تاسي ورسره لاس ګرېوان یو، نن به مو ټولنه د بې احساسۍ له رنځه نه کړېدلای او ولس به مو تر دې په ډیر بهتر حالت کې وای.

په همدې هېله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx