ټولنیزه برخه

د غوره ژوند د خپلولو لپاره؛ ۱۱ عادتونه خپل کړی

محمدنبي سلطاني

که غواړئ ښه او غوره ژوند وکړ؛ نو د ښه ژوند د رامنځته کولو لپاره ډېر ارزښتونه شتون لري، چي په اسانۍ سره ترلاسه کیږي. د ښه ژوند موخه هیڅکله دا نه ده چي د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت کور ولرو، وروستی ماډل موټر او له پیسو ډک بانکي حساب ولرو؛ بلکي د ژوند هدف دا دئ، چي د حق او حقانیت په رڼا کي ژوند وکړو، ارام او هوسا، خوشحاله او سعادتمن واوسو، ښه او غوره ژوند د یو ځانګړی پلان له مخي ولرو او وېکړو.

که د پورته یادونو سره سم ژوند کوئ؛ نو باید یو لړ ارزښتونه تعقیب کړئ، د بدو عادتونو او چلندونو څخه ډډه وکړئ، خپل ژوند معیاري کړئ، ډیری شیان چي د ورځي په اوږدو کي ئې کوئ له هغو څخه ډډه وکړی او… اوس که غواړئ، غوره، هدفمن، خوشحاله او سوکاله ژوند ولرئ؛ نو باید لاندي ارزښتونه تعقیب کړئ.

۱- مسؤل اوسئ
په نړۍ کي بریالي خلک هغه خلک دي، چي په ژوند کي د خپلو اعمالو او کارونو مسؤلیت پر غاړه اخلي، دوی هیڅکله د ملامتۍ ګوته بل چاته نه نیسی او نه هم څوک ملامتوي؛ بلکي دوی پوهیږي که خپله پړه د بل پر غاړه واچوي، کومه ګټه نه لري؛ نو ښه به داوي، چي د خپلو اعمالو مسؤل په خپله واوسي او هره ویجاړي په خپله ورغوي.

۲- خوشحاله اوسئ
د ښه ژوند بل راز خوشحاله اوسېدل دي، خوشحاله خلک هغه دي چي خپل ژوند کنټرولوي، خپل کار او ژوند په خپله ټاکي، ژوند ته د جګړې د ډګر او ګټلو او بایللو په سترګه نه ګوري، بلکي ژوند ته د درس په سترګه ګوري. دوی پوهېږي چي که راتلونکي ته په ښه او مثبت نظر وګوري، نو په سختو او بدمرغیو کي به هېڅکله هم همت له لاسه ورنکړي، د خوښۍ یوه لاره په ژوند کي د مثبت باور درلودل دي، څوک چي مثبت باور لري هغه تل خوشحاله او سعادتمن وي.

۳- مهربانه اوسئ
مهربانه کېدل په دې معنی، نورو ته د ښه احساس رسول او له نورو سره ښه چلند کول په تاسو کي نوره هم د لطف او مهربانۍ قوه پیاوړې کوي، له کورنۍ، ملګرو ، خلکو او … سره مو په چلند کي ښه توب او غوره توب راولي، چي دامو د بریا او خوښۍ لامل کیږي.

۴- له نورو سره ځان مه پرتله کوئ
له نورو سره ځان له اندازې زیات مه پرتله کوئ؛ ځکه په افراطي ډول له نورو سره د ځان پرتله کول، د حقارت او د کمزورۍ نښه ده.
تاسو په ټولو جسمي او رواني عادتونو او کړنو کي په ځان پوري تړلي یاست، تاسو د بل هېچا په څېر نه یاست. دومره په دلیل او برهان پسي مه ګرځئ چي تاسو تر نورو څومره پورته او یا ښکته یاست، په دې سوچونو کي ځان مه ښکېلوئ. له ځان سره انصاف وکړئ، ځان خپله له ګواښ سره مه مخ کوئ. ځان ته په ټيټه مه ګورئ، د پوهي قدرت مو دومره لوړ کړئ چي تل پورته وګورئ. ستاسو راتلونکې د نورو له راتلونکي سره برابره نه ده، له هغوی سره ډېر توپیر لرئ. هغه څه مو چې په خپل ذهن کي تصویر کړي، د نورو له ذهن سره یې مه پرتله کوئ، تل د ځان پر وړاندي د خوښیو کړکۍ خلاصې کړئ، هڅه وکړئ چي یوازي او یوازي د خپل ځان په څېر و اوسئ.

تجربې وکړئ، خو خپل خوند او رنګ له لاسه مه ورکوئ. تاسو په خپل وجود کې د نوښتونو لویه جزیره لرئ، د سترګو له کونجونو نورو ته مه ګورئ، څو ترې تقلید او پېښې وکړی. (سرچینه:سپوږمۍ) پر ځان باورمند خلک هیڅکله ځان له نورو سره نه پرتله کوي، ځکه چي هغه پر ځان او پر خپلو وړتیاوو باور لري؛ خو هغه کسان چي پر ځان باور نه لري او خپلي وړتیاوي ئې نه وي پېژندلي خپل ځان د نورو سره پرتله کوي؛ که تاسو غواړئ، چي خوښۍ ته مو زیان ونه رسیږي پر ځان باور پیداکړی، خپل شخصیت ولرئ او تل پر ځان باور مند و اوسئ، نو له هیچا سره ځان مه پرتله کوئ، ځکه ځان له نورو سره پرتله کول خوښۍ او باور له منځه وړي، انسان د خپل ځان او خپل ژوند څخه ناخوښه کوي، د ځان باور د ځان منلو پر بنسټ ولاړ دئ، پدې معنی چي تاسو باید هغه څه ومنئ چي تاسو یاست. نه هغه څه چي تاسو یې غواړئ، باید خپل ښه او بدخویونه ومنی، په خپلو قوتونو او کمزوریو پوه سی او له ځانه راضي سئ.

۵_ له نورو څخه تمه مه کوئ
د ښه ژوند بل راز له نورو څخه تمه نه لرل دي، د نا امیدی او د ښه ژوند نه کولو تر ټولو لوی لامل ډېري هیلي او غوښتني دي، چي له نورو یې لرو، د تمي کمول مو هغو شیانو ته پام اړوي چي په ژوند کي ډېر مهم دي. هوښیار انسان هغه دئ، چي په ژوند کي خوشحاله اوسئ، تاسو باید له ژوند څخه هغه څه ترلاسه کړئ، چي تاسو ته د خپلو هیلو سره سم ژوند کول در زده کوئ او له نورو څخه مو له تمي ساتي. د بریالي ژوند د لرلو لپاره د خواهشاتو کچه راټیټه کړی. له نورو سره تعامل وکړی او هيلي مو ورڅه وشکوی.

۶ – غوره کورنۍ جوړه کړئ
کورنۍ د انسان پر ژوند ډېر اغیز لري، کوښښ وکړئ چي خوشحاله او مينه ناکه کورنۍ ولرئ، ځکه خوشحاله او مینه ناکه کورنۍ د انسان د ښه او غوره ژوند کولو په برخه کي مرسته کوي، کله چي د کورنۍ غړي یو له بل سره خوشحاله وي، لاسنیوی ئې کوي او مینه ورسره کوي؛ نو یو او بل ته خوښي او سعادت ور په برخه کوي.

۷- شخصیت ته مو وده ورکړئ
د ښه ژوند لپاره باید ښه او غوره شخصیت ولرئ، هر انسان د ځينو کورنيو او طبعي ځانګړتیاوو سره زېږېدلی او وده ئې کړې، خو دا ځانګړتیاوي داسي نه دي چي انسان ئې نه سي پرېښوولای، بلکي انسان کولای سي هر ډول ناوړه خویونه او کارونه پرېږدي، خو یوازي روزني او تجربې ته اړتیا لري. په دې زده کړه او روزنه کي (کورنۍ، ښوونځی، تعلیمي مرکزونه او فرد پخپله) رول لري، چي ځان ترې وژغوري. تاسو باید د خپل شخصیت د ودي لپاره په ژوند کي هدفمند واوسئ، یعني د راتلونکي لپاره مو هدف وټاکی، چي څه وکړئ او څه لاسته راوړی، کله چي مو هدف ټاکلی وي، نو د هغه د ترسره کولو لپاره پرېکنده تصمیمونه ونیسی، د نورو تر اغیز لاندي مه راځئ، ډاډه اوسئ چي تاسو هم شخصیت لرئ، توان او طاقت لرئ او….

۸- مثبت اوسئ
د هر څه په اړه مثبت نظر ولرئ، د خپل تېر او راتلونکي په اړه د خوندیتوب احساس وکړئ، کله چي تاسو د خوندیتوب احساس کوئ او خپل فکرونه منځ ته راوړئ، نو تاسو یو له ښو او غوره کسانو څخه یاست او هغه ږغ چي ستاسو په سر کي د ناکامۍ او ناکامۍ ږغ کوي، هغه ته ووایاست چپ سه.

۹- بخښنه کوئ
تاسو د نورو له بخښلو پرته غوره او ښه انسان نه سی کېدلای، نو ټولو کسانو ته د هغو کارونو په پار بخښنه وکړئ، چي دوی په قصدي توګه نه دي کړي، ښه پوه سئ، چي د نورو په بخښلو سره تاسو سکون او ډاډ ترلاسه کوئ.

۱۰- له وېري سره مخ سئ
موږ د نامعلوم حالت څخه دونده ویره لرو چي هیڅکله ځان ته اجازه نه ورکوو چي د یکنواخته حالت څخه ځان وباسو او ځان ته یوه نوې غوره لار وټاکو، چي هرډول وي موږ دغه زړه لار تعقیبوو، د ځان د بدلولو لپاره کوچني ګامونه پورته کول او مخته تلل خورا مهم دي، له کوچني څخه پیل وکړئ، هڅه وکړئ چي ورسره معامله وکړئ او پوه سئ چي پرمختګ کول دونده ډارونکی او بېرونکی نه دی لکه څنګه چي تاسو فکر کاوی، بیا بل ګام ته ولاړ سئ او همداسي نور.

۱۱ – ورزش ضرور وکړی
هوښیارتیا او روغتیا ترټولو مهم نعمتونه دي، چي خدای پاک انسان ته ورکړي دي او د هر انسان خوښي د هغه په روغتیا او هوسایني پوري اړه لري، سربیره پردې، د انسان په ژوند کي د سپورټ اغیز کولای سي ټولنیز او رواني اهداف ولري. دا وړتیا مو کولای سي، چي بد عادتونه مو په ښو او غوره عادتونو بدل کړي، له نورو سره مهربانه سي، او په خپل ژوند کې ویره او اندېښنه له منځه یوسي او خوښۍ ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx