نظــر

ترکیې ته د تګ لښکرې….!

لیکنه: احمدزی

تیره ورځ د سلواغې په ۱۹مه نیټه ماښام مهال د افغانستان پلازمینه کابل کې یوه حیرانونکې ناڅاپي ډنډوره خپره شوه چې ګواکې ترکیې له افغانستانه غوښتي څو له ۳زرو تر ۶ زرو رضاکار ځوانان ور ولیږي، څو هلته د زلزله ځپلو په ژغورلو کې ورسره مرسته وکړي.
جالبه داوه چې د دغې اوازې کړنګ په دوه ساعتونو کې دومره رسا خپور شو، چې د کابل له هرې کوڅې نه ډلې ډلې ځوانان را ووتل او د ترکیې ژغورونکې رضاکارې ډلې په توګه یې هوایي ډګر ته ځانونه رسول غوښتل.

حتا له ډیرې وارخطایي خلکو ته موټر نه پیدا کیده او ډیرو خو لا په دوه قدمه ځای کې هم په زرګونو افغانیو باندې موټر کرایه کول او د کابل تر نړیوال هوایي ډګر یې ځانونه رسول غوښتل.

وضعیت دومره وارخطاکوونکی شو، چې د درې ګونه امنیتي قواوو ځواکونه مجبور شول، چې ځای ځای چیک فواینټونه ایجاد کړي او له خلکو سره فزیکي برخورد وکړي.
دغه وضعیت ناڅاپي وه، خو غږ یې په بهر کې د کمپ میشتو لپاره هم په یوه سوژه بدل شو او د مختلفو غږیزو کلیپونو ویډیویي صحنو او تصویرونو په پورته کولو سره یې وضعیت داسې انځور کړ، چې د کابل ۵میلیوني نفوس کډې له یوې مخې بار شوې او دومره څوک به نور په کابل کې پاتې نه شي، چې اسلامي امارت پرې د حکومتولي راج وچلوي.
دیرو خو یې د امریکایانو د وتلو پرمهال د هوایي ډګر بخواني انځورونه خپرول څو په یو ډول وضعیت نور هم خېرناک وښیي.

رښتیا هم دا بوږنونکې صحنه وه، خو آیا ترکیه داسې ژغورونکو رضاکارو ډلو ته ضرورت لري؟ ولې دا واقعه پیښه شوه، څنګه رامنځته شوه، خلکو ولې برې باور وکړ ، چا ورته تبلیغات کول او څه کول پکار دي؟
هغه سوژې دي چې یوه یوه به درته روښانه کړو.

لومړی خبره خو داده چې ترکیه کې دا لومړنۍ زلزله نه وه، چې خلک یې له ناورین سره مخ کړل، تر دې وړاندې هم په ځلونو د خونړیو زلزلو په ترڅ کې یې زیانونه لیدلي،خو د خپل غښتلي اقتصادي وضعیت له برکته یې هر ځل ستونزو ته پر وخت
رسیدګي کړې او داچې د ناټو اتحاد یو غړی دی، نړیوالو یې هم په داسې سختو حالاتو کې ملاتړ ته را دانګلي دي.

ترکیه د خپل سرشاره نفوس سربیره، دا مهال د میلیونونو سوریایي کډوالو او په سلګونو زره افغانانو د کوربتوب ترڅنګ، د نړۍ د مختلفو هیوادونو د محکومو مسلمانو پرګنو کوربه توب کوي، چې له مخې یې اړتیا نه لري په بشري برخه کې چاته د مرستې هیلې وکړي.
ترکیه چې د اروپا دروازه بلل کیږي، دامهال د لازیاتو کډوالو د ورتګ له امله بریشانه ده او وخت پر وخت هغه ډلې ټپلې په نښه کوي، چې په قاچاقي لارو انسانان دغه هیواد ته اړوي، نو دې ته په کتو سره دا په ډاګه کیږي، چې ترکیه د بشري ځواک په برخه کې د هیچا د مرستې توقع نه لري.

داچې دا اوازه ولې او چا خپره کړه، نو څرګنده ده چې دلته شل کلن استخباراتي چینل لا هم خپلې ریښې نه دي ختمې کړې او د مختلفو ممکنه لارو داخلي او بهرنیو کړیو دغې اوازې خپرولو ته کار ویلی وي.
داچې وړمه ورځ د اسلامي امارت په خپله اعلامیه کې ددغه هیواد له زلزله ځپلو سره د نغدي مرستې د اعلان ترڅنګ د ژغورونکو ډلو او روغتیایي ټیمونو د ور استولو لپاره د چمتوالي ټټر وواهه، نو ځینو کړیو ښایي له دې سوژې څخه د پټو مرموزو تبلیغاتو هڅه کړې وي او د ټلیفوني اړیکو له لارې یې ځینې نفوذي څیرو ته دا فکر ورکړی وي، چې ګواکې ترکیې له اسلامي امارت څخه د ژغورونکو ډلو د ور بللو غوښتنه کړې، نو تاسو هم خپل اقارب او دوستان درسره خبر کړئ.

همدې مرموزې خبرې نه یوه چیغه جوړه شوه او هرچا د هوایي ډګر پر لوري خپل مسیر بدل کړ.

ولې په داسې حیرانونکې بڼه وتل؟

څرګنده ده چې دیری افغان ځوانان هم د تیرې شل کلنې دورې پر مهال له بیکاري کړیدل او اوس هم له ورته برخلیک سره مخ دي.
داچې د کار په لټه دسختو مرګونو قاچاقي لارو څخه د هیواد د پریښودو تکل کوي او هلته د شاقه کارونو لپاره زړه ښه کوي، نو دغسې یو اعلان ورته خامخا د زوی زیری ښکاري او په تلوسه باندې پرې ورځي.
ډیری افغان ځوانان بیا چې کار یې هم جوړ ده، خو د اسلامي امارت د اوسنیو پالیسیو سره جوړ نه دي، هغوی بیا فکرا نه غواړي چې په داسې حالت کې ژوند ته دوام ورکړي، هغوی چې د پاسپورت اخیستلو بخت هم نه لري غواړي په هر قیمت دغه ډول موقع هیڅکله له لاسه ورنکړي.

څه پکار دي؟

دولت دې د یوه مسؤل جهت په توګه را وړاندې شي، د ځوانانو، میرمنو او عامو خلکو شکایتونو ته دې غوږ کیږدي، د هغوی د ستونزو رفع کول دې مسؤلیت وبولي او د تعلیم به ګډون، په ټولو جنجالي موضوعاتو کې دې د ملت د نخبه ګانو په رایه یوه ټولمنلې بریکړه ترسره او د ښې حکومتولي ترڅنګ دې له نړۍ او افغان ملت سره پر تعامل باندې له سره کتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx