افغانستان

له هند څخه ۲۰تنه افغان محصلین له پوځي زده کړو وروسته هیواد ته راستانه شول

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل): له هند هیواد څخه ۲۰ تنه افغان محصلین له پوځي زده کړو وروسته هیواد ته را ستانه شول.

له ملي دفاع وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ تنه افغان محصلین چې په تېر نظام کې هندوستان هیواد ته د نظامي مسلکي زده کړو لپاره لېږل شوي وه، هیواد ته راستانه شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادو محصلینو د ملي دفاع وزارت د مسؤلینو د هلو ځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه چې په هر حالت کې د خپل هیواد د دفاع لپاره خدمت کولو ته چمتو دي.

د یادولو ده چې څو میاشتي مخکي هم لسګونه تنه محصلین هیواد ته راستانه شوي وه چې د یاد وزارت له لوري د ملي اردو لیکو ته جلب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx