افغانستان

افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو بشري نغدي مرستي کڅوړه را ورسېدله

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۰سلواغه،۱۴۰۱ل): افغانستان ته د ۴۰ میلیون نغدي بشري مرستي کڅوړه را ورسېدله.

د افغانستان بانک له رسمي ټویټر پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه پرون را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هیواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولني له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کیږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلي هلي ځلي جاري وساتي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان بانک رهبري هیواد ته د نړیوالې ټولني د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ هیله لري چې دا مرستي د بانکي سکتور له لاري ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx