افغانستان

دا.ا.ا.د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال چاووش اوغلو سره تلیفوني خبري وکړې

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۱سلواغه،۱۴۰۱ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره تلیفوني خبري وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل ترکي سیال ښاغلي مولود چاووش اوغلو سره په ترکیه کې د وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه تلیفوني خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو تلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو ته د افغان حکومت او ولس په استازیتوب د ترکیې حکومت او ولس سره یو ځل بیا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د خپلو مسلمانو ترکي وروڼو او خویندو سره یې په دغه ستره غمیزه کې ځان شریک وباله.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر څخه د ټلیفوني مکالمې او غم شریکۍ له امله مننه وکړه او دا زلزله یې د ترکیې په تاریخ کې د سترو زلزلو له جملې څخه وګڼله چې په لسو ولایتونو کې یې شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي زیانمن کړي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ا.ا.ا. خپل ورور ترکي ولس سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه او که ترکیه غوښتنه وکړي نو زموږ د ژغورني او بېړنۍ روغتیا پاملرنې ټیمونه هم د مرستي او ژغورني لپاره چمتو دي.

همداراز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د مرستي د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې افغانان او ترکان د تاریخ په اوږدو کې یو له بل سره همکاره پاته شوي او په وینا یې، که چیرته د مرستي اړتیا پېښه شي په خپلو افغان وروڼو به غږ وکړي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې په ترکیه کې افغان سفارت هم د مرستي لپاره د زلزلې سیمي ته ټیم لیږلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx