افغانستان

د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لاري انتقالات بیا ځلي پیل شول

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۱سلواغه، ۱۴۰۱ل): د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لاري انتقالات بیا ځلي پیل شول.
د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه په نشر شوې ویډیویي کلیپ کې ویل شوي چې د تېري چهارشنبې په ورځ ازبکستان هیواد ته د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي د حیرتان مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د مسؤلیتونو د انتقال د پروسې چې افغانستان ته انتقالېږي، د مذاکراتو په موخه سفر کړی وه.

اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي چې د یادو مفصلو مذاکراتو په پایله کې په دې پرېکړه وشوه د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت به افغان لوري ته انتقالېږي.

یاده اداره همداراز زیاتوي چې د دواړو لورو ترمنځ د قرارداد او تفاهم لیک د مسودې جوړولو په موخه یو ګډ هیئت ټاکل شوی چې په نږدې ورځو کې به د دې قرارداد اړوند مسوده ترتیب او لاسلیک شي.

همدارنګه یادي ادارې ویلي چې نن نن جمعې ورځي له پیل څخه به د حیرتان مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لاري انتقالات په عادي او نورمال ډول پیلېږي او دوام به کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx