ادبي لیکني

د اوښکو پر لاره د سیوري لټون

جواد مجاهد

د رښتینولۍ په لټون پسې راوتلی د اوښکو پر لاره یو پردیس یم چې د زمان کیسه بیانوم. د ستړي سفر یو پړاو دی. یوازې یم او د خیالونو په نړۍ کې ډوب. د سیوري په معنا کې مې ډیر زیات فکر وکړ او په عمیق نظر مې شااوخوا ته وکتل. ومې لیدل چې د فتنو سیندونه بهېدل او په دجالي بحر ورګډېدل. لږ نور هم ځیر شوم، څاڅکي وو؛ لکه د باران! ګورم چې فتنې وې، لکه باران! دومره ډیرې… ټولې په مؤمن أمت را ورېدې. جټکه مې وخوړه! پر ذهن مې د حیرانتیا یوه توره پرده خوره شوه، لکه د نیکیو لټوونکی چې د یوه لوړ غره پر سر پښه نیولی روان وي او ناڅاپه یې پښه وښویېږي. حیران شوم چې په دې توپاني فضا او سختو حالاتو کې څوک خپل لاسنیوونکی وټاکم؟ آیا کوم سیوری شته چې زما ملګرتیا وکړي؟ په دا دومره سیورو کې کوم یو زما؟

آواز وشو؛ ویل: د سیوري لټون دې له پښو غورځوي!

زه پوه شوم خو په کلک عزم مې د سیوري په لټون پسې بستره وتړله، د یوه اوږده سفر تابیا مې ونیوله. په سمندرونو کې مې د فکر کیښتۍ وځغلوله او په وچو دښتو کې وړاندې ولاړم. ورځې او شپې مې په وچ ستوني (ستړیا) تیرې کړې. د لیرې پرتو نه ماتېدونکو غرونو او ددې غرونو پر سر د ژورې درې خواته ولاړم. هیڅوک مې ونه موندل! زه رښتیا هم له پښو غورځېدلی وم. د ناهیلۍ په انتهاء کې چوپتیا خپلې لښکرې را خورې کړې او د فکر دریاب ورسره واخیستم. ناڅاپه یوه روښانه ډیوه بله شوه. یو باوقاره، هوښیار او مهربان بوډا مې تر سترګو شو چې په څیره کې یې د زمان کړنه (بوډاتوب) له ورایه ښکارېده، آن سترګو یې د فداکارۍ کیسې کولې!

زه چې د زمان سختیو ځپلی وم نو سمدلاسه مې وپوښت: ما ډیر وخت صبر کړی دی، زه څرنګه ددې ټولو مخلوقاتو له منځه خپل سیوری وټاکم؟ زما دا پوښتنه په ژور سیند کې د هغه غرقېدونکي پشان ده چې د مرستې آوازونه کوي او د نجات په لټه کې دی! زه لکه د تیارو بندیوان، د لید لپاره به کومه سترګه پیدا نشي چې روښنایي راوویني؟ کوم لاس به پیدا نشي چې لاره را وښايي؟

بوډا چې سپینو او تورو په ملا کړوپ کړی وو، د چوپتیا لښکرې وڅیرلې او په خپ آواز یې وویل:

[اې! پام کوه!
ستا سیوری به داسې څوک وي چې د ورورولۍ حقونه به د یوه کلک عهد په څیر په بشپړه توګه اداء کوي. هغه به داسې وي چې کله خپل زړه ورته پرانیزې او باور پرې وکړې نو تاته به پوهه، حلم، سخاوت، لطافت، نصیحت او نیک نظر درکړي. نو د رښتینولۍ، عقل، صداقت او نصیحت لپاره یې لاس ونیسه! همدا ستا لاسنیوونکی جوړیدلای شي.]

په فکر کې ډوب د صداقت پلټونکی د حقیقت په ترخه آواز راویښ شو. لاسونه یې وخوځول خو ونه توانید، لاسونه یې د وخت په ځنځیرونو کې تړلي وموندل. بې وسه و، سترګې یې پټې کړې، غوښتل یې وژاړي او د خیالونو دردناکه نړۍ بیا پرانېزي خو… په سترګو کې یې پاتې نه وې اوښکې! له اوښکو یې د پند ځنځیر جوړ شوی و، هر څاڅکی لکه د ځنځير کړۍ چې خپل نفس یې پرې تړلی و. آخ! څه عجیبه فکرمن و چې اوسنیو ته ناآشنا او بې قدره او راتلونکو ته یوازې یوه افسانه پاتې کېږي او بس!

زما څخه وروسته راتلونکو ته زما هر خیال په تیارو کې د مشال په شان د اوښکو په تیلو بلېږي. اوښکې دي چې معنویات زېږوي او زړونه نرموي. زه اوس د اوښکو پر لاره د لاسنیوونکي سیوري په لټون پسې ستړی د حقیقت په نړۍ کې نیم ژواندی وخت تیروم. څه وخت به دا ستړی سفر پای ته ورسېږي؟ څه وخت به په تورو تیارو کې بندیوان د روښنایۍ څرکونه وویني؟ څه وخت به یې یو لاس ترلاس ونیسي او لاره به ور وښايي؟ والله أعلم.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx