نظــر

څوک چې د ترکیې خوبونه ویني تر هغوی یې ورسوئ!

جاوید فدايي

ترکیه اوس پخوانۍ ترکیه نه ده چې افغانانو به زرګونه ډالر قاچاقبرانو ته ورکړل او د څو میاشتو تکلیفونو وروسته به ترکیې ته له رسېدو سره سم کار او بار ورته پېدا شو او لنډ وخت کې به قاچاق پوره کړ.

تر 2016 پورې د ترکیې اقتصادي او امنیتي حالات د ډاډ وړ ول، د قانوني افغانانو په شمول د ټولو بهرنیانو قدر او عزت پکې خوندي و، تر یو حد پورې افغانانو ته د کار زمینه هم برابره وه. مګر قاچاقیان له پیل څخه تراوسه پورې د عزت ژوند نه لري، بلکې د دوی له لاسه قانوني افغانان هم د ترکانو لخوا د نفرت ښکار شوي دي.

د کودتا نه وروسته ترکیه د اقتصادي بحران په لوري روانه ده، 2010 شاوخوا کې یو ډالر یوه نیمه لیره و، 2015 شاوخوا کې یو ډالر دری لېرو ته جګ شو، د کودتا نه وروسته ډالر بدمعاشي شروع کړې ده چې اوسمهال یو ډالر 20 لیرې کیږي.

د کرونا څپو ترکیه ډېره وځپله، د کرونا نه مخکې د کال 40 میلیونه سیاحت کوونکي ترکیې ته راتلل، د کرونا په راتګ د سیاحت کچه صفر ته را ښکته شوه.

د یوکراین جګړه ترکیې لپاره یو بل سرخوږی شو، 2021 کال کې یو ډالر اته لیرې و، د یوکراین جګړې له پیل سره سم اوولس ته وخوت چې فعلا شل شاوخوا ګرځي.

سربېره پردې د بې روزګارۍ کچه په بې سارې ډول زیاته شوه، ترکان چې نر او ښځې ټول کار کوي د بې روزګارۍ څخه زیات اغېزمن شول.

هر کال لسګونه زره ترکان د اقتصادي ستونزو له امله اروپا او امریکا ته روان دي، ځکه چې خپل هیواد کې یې د اقتصادي ستونزو له امله ګزاره مشکله ده.

کوم افغانان چې قاچاقي راځي هغوی له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، څوک چې ترکي ژبه باندې نه پوهیږي هغوی ته څوک په نس (یوازې د خوراک ورکول) هم کار نه ورکوي، څوک چې لږ بلد وي په کار او خبره یې سر خلاصیږي هغوی ته بیا نیمایي مزد باندې کار ورکوي او له ترکانو نه زیات او سخت کار هم ورباندې کوي.

مثلا سږ کال د دوی په اصطلاح اسګري اجرت او زمونږ په اصطلاح روز مزد یا د یو عادي کارمند میاشتنی معاش 8000 لیرې دی، ترک کولای شي په اته زره لیرې د میاشتې کار وکړي خپل مصارف چې ترې وباسي دوه زره هم نه ورته پاتې کیږي، ځکه د نوي کال په راتګ سره د هر شي قیمتونه 50% لوړ شوي دي.

یو افغان کاریګر ته بیا 4000 لیرې میاشتنی معاش او یوازې د غرمې ډوډۍ ورکوي، افغان کاریګر چې د لسو ملګرو سره یو ځای اطاق ونیسي نو اقلا دری زره مصرف یې کیږي. دا زر نورې لیرې د موبایل خرچ د کار ځای ته تګ او راتګ هم نه کیږي.

افغانان په غوڅ اکثریت سره استانبول کې مېشت وي، ترڅو که وکولای شي لنډ اروپا ته واوړي، استانبول کې دومره قیمتي ده چې د بل ښار د یوې میاشتې مصرف د استانبول د دریو ورځو سره برابر دی.

سربېره پردې حکومت شپه او ورځ ورپسې ګرځي ترڅو غیر قانوني افغانان ونیسي، له بند تېرولو وروسته یې ډیپورټ کړي. کله کله داسې هم شوي چې د افغانستان پر ځای یې ایران، عراق یا سوریې ته ډیپورټ کړي او ورته ویلي یې وي چې یونان ته مو لیږو.

نو کوم افغانان چې زرګونه ډالر قرض کوي او بیا دا فکر کوي چې ترکیه کې پیسې د وڼو شاخونو کې ځوړند دي چې را وشکوو او بیا افغانستان ته راولیږو هسې خیال پلوونه دي.

کومې کورنۍ چې خپل بچیان ترکیې ته د کار او بار او یا هم د اروپا تګ په نیت غیر قانوني بڼه رالیږي ډېره لویه تېروتنه کوي، بلکې که لږ واضح ووایم د خپلو بچیانو سره ډېر ظلم کوي او په لوی لاس د خپلو بچیانو ژوند تباه کوي.

کومې پیسې چې قاچاقبرانو لپاره قرض کوی هغه باندې خپل کلي او وطن کې وړوکی کار او بار شروع کړی، که نور هیڅ هم نه وي یوه مړۍ ډوډۍ خو به خپلو کورنیو سره په آرامه فضاء کې در ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx