دیني، سیرت او تاریخ

د واده پر مهال د عائشې رضی الله عنها د عمر اړوند یوې شبهې ځواب

احمد ارشاد سعید

ځیني ملحدین او د پخوانیو مستشرقینو شاګردان د ام المؤمنین حضرت عائشې رضی الله عنها د مبارک ازدواج او د هغې رضی الله عنها د عمر په اړه لا هم خلکو ته شبهات ور اچوي او هڅه کوي خلک د رسول الله ﷺ د عظیم شخصیت په اړه شکمن کړي، په داسي حال کې چې دا سپېڅلي واده او د رسول الله ﷺ اقدس شخصیت ددوی له ټولو شبهاتو او شکونو پاک، عاري او مبرا دی.

ددې اعتراض د دفعي او ددې خبري د ثابتولو په خاطر چې دې سپېڅلي ازدواج هیڅ ډول عقلي، اجتماعي او اخلاقي ستونزه نه لرل، لاندي دلایل ذکر کول غواړم:

۱. دا نکاح د الهي وحیې پر بنا شوې ده:

د ام المؤمنین حضرت عائشې رضی الله عنها سره د رسول الله ﷺ مبارک ازدواج دده ﷺ ذاتي انتخاب نه وو، بلکي دا ازدواج د نورو دیني امورو په څېر د الهي وحیې پر اساس شوی دی. عائشه رضی الله عنها په یوه حدیث کې د رسول الله ﷺ وینا چې دې رضی الله عنها ته یې کړې وه داسي رانقلوي:

“أُرِيتُكِ قَبْلَ أنْ أتَزَوَّجَكِ مَرَّتَيْنِ، رَأَيْتُ المَلَكَ يَحْمِلُكِ في سَرَقَةٍ مِن حَرِيرٍ، فَقُلتُ له: اكْشِفْ، فَكَشَفَ فإذا هي أنْتِ، فَقُلتُ: إنْ يَكُنْ هذا مِن عِندِ اللَّهِ يُمْضِهِ، ثُمَّ أُرِيتُكِ يَحْمِلُكِ في سَرَقَةٍ مِن حَرِيرٍ، فَقُلتُ: اكْشِفْ، فَكَشَفَ، فإذا هي أنْتِ، فَقُلتُ: إنْ يَكُ هذا مِن عِندِ اللَّهِ يُمْضِهِ” (البخاري)
((اې عائشې) مخکي تر دې چې ستا سره واده وکړم، دوه ځلي مي په خوب ولیدلې، ملائکه (جبرئیل) مي په خوب ولید چې ته یې د ورېښمو په یوې ټوټې کې را اخیستې یې، ما ورته وویل: خلاص یې کړه، هغه ټوټه خلاصه کړه چې ګورم ته وې، (د مسلم په روایت کې راځي چې جبريل علیه اسلام رسول الله ﷺ ته وویل چې دا ستا میرمن ده) نو ومي ویل: که چیري دا د الله له لوري وي نو الله دې یې وکړي، وروسته مي بیا په خوب ولیدلې چې ملائکه (جبرئیل) ته د ورېښمو په یوې ټوټې کې را اخیستې یې، ما ورته وویل: خلاص یې کړه، جبرئیل ټوټه خلاصه کړه چې ګورم ته وې، نو ومي ویل: که چیري دا د الله له لوري وي نو الله دې وکړي)

دا چې د ټولو پیغمبرانو خوبونه الهي وحي وي، له دې واضح ښکاري چې د عائشې رضی الله عنها نکاح د الهي وحي پر اساس شوې ده نه د رسول الله ﷺ د ذاتي انتخاب پر اساس.

۲. د واده عمر ټاکلی حد نه لري، بلکي د زمان او مکان په تفاوت بدلون مومي:

دا به هم د علم او هم د منطق خلاف وي چې څوک دي د اوسنۍ زمانې د انسانانو جسمي حالت د څوارلسو پیړیو هاخوا انسانانو له جسمي حالت سره یو شان وبولي. ځکه وخت او ځای د انسانانو پر جسمي نشأت مستقیم تأثیر لري، له همدې امله د مختلفو ځایونو وګړي په متفاوتو وختونو کې د بلوغت او واده عمر ته رسیږي او دا چاره د وخت په تېرېدو لا ډیر بدلون مومي.

د مثال په ډول، د فرانسې تر انقلاب مخکي د ښځو د واده قانوني عمر ۱۲ کاله او د نرانو ۱۴ کاله ټاکل شوی وو، د فرانسې تر انقلاب (۱۷۹۲ م کال) وروسته پر دواړو یو کال اظافه شو، د ښځو ۱۳ کاله او د نرانو ۱۵ کاله وټاکل شو، خو د دوولسو کلونو تر تېرېدو وروسته (۱۸۰۴ م کال کې) مخکني عمرونه غیر قانوني اعلان شول، د ښځو پر عمر دوه کاله او د نرانو پر عمر درې کاله اظافه شول ( د ښځو عمر ۱۵ او د نرانو عمر ۱۸ کاله وټاکل شو.)
بیا دیرش کاله وروسته د دریم ځل لپاره د ښځو په عمر کې تغیر راغی او پر ۱۵ کلونو درې نور کلونه اظافه هم شول چې د ښځو او نرانو دواړو د واده قانوني عمر ۱۸ کاله وټاکل شو.
دا چې یوازي د شاوخوا ۲۰۰ کلونو په جریان کې د ښځو د واده په قانوني عمر کې پوره شپږ کاله تغیر راځي، څه فکر کوئ چې د ۱۴۰۰ کلونو زیات وخت تر تېرېدو وروسته به څومره تغیر کوي؟
حتی اوس هم د نړۍ په تقریباً ټولو هیوادونو کې د ( د والدینو د رضایت په صورت کې) د ښځو د واده قانوني عمر ۱۶ کاله، تر شلو په زیاتو هیوادونو کې ۱۴ کاله او د امریکا په ځینو ایالاتونو کې آن تر اوسه ۱۳ کاله دی.

۳. د نبوي دور انسانان د اوسني دور په نسبت جسماً او ذهناً قوي وه:

د اوسني دور انسانان؛ چې تقریباً ټول خواړه یې صنعتي او غیر طبعي دي، اوبه یې چټلي او هوا یې ککړ شوې ده، له کالو پرېولو نیولې تر سفرونو پوري ټول ژوند یې مستریح شوی دی، د ۱۴۰۰ کاله مخکني انسانانو په نسبت جسماً او ذهناً دواړه کمزوري شوي دي. د هغه دور د انسانانو ټول خواړه له طبعي منابعو څخه وه، خوراک یې د خورما، شیدو او کوچ په څیر قوي غذاوو څخه وو، اقلیم یې ګرم، اوبه یې پاکي او هوا یې صافه وه، په پښو یې مزلونه کول، اوبه یې په لویو سلواغو راکښلې، په درنو تورو او ډالونو یې جنګ کاوه، د سخت کار سره عادي شوي وه، ویناوي او په زرګونو اشعار یې په یادو یادول، نو ځکه یې ښځې او نران دواړه د قوي جسم او پیاوړي ذهن څښتنان وه.

تاسي وګورئ اسامة بن زید رضی الله عنه په داسي حال کې د مسلمانو پوځونو مشري کول چې په عمر ډیر کم وو، محمد بن قاسم د هند او سند سیمي په داسي حال کې د اسلام د قلمرو برخې وګرځولې چې عمر یې ایله ۱۷ کاله وو.
د هغه دور جسماً او ذهناً قوي انسانان د اوسنۍ دورې له کمزورو او مسترحو انسانانو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دي.

نو همدا وجه وه چې د هغې زمانې د خلکو د بلوغت او واده مرحله ډیر ژر رارسېدل، که د چا عمر به نهه کلنۍ ته پورته شو هغه به نور ښځه (Adult) بلل کېده او که به لا هم چا نه وه په نکاح کړې، دا کار به د ښځې په حق کې عیب ګڼل کېده.

۴. حضرت عائشه رضی الله عنها د رسول الله ﷺ سره د واده پر مهال جسماً او ذهناً دواړه اماده وه:

رسول الله ﷺ عائشه رضی الله عنها په شپږ کلنۍ کې په نکاح کړه او بیا یې درې کاله انتظار وکړ، تر دې چې کله عائشه رضی الله عنها په جسمي او ذهني ډول واده ته اماده شوه نو رسول الله ﷺ واده ورسره وکړ.

۵. د رسول الله ﷺ ټول ودونه د دیني مصلحت په خاطر وه:

د ملحدینو او مستشرقینو د اعتراضونو پر خلاف د رسول الله ﷺ هیڅ نکاح او واده هم بې مصلحته او یا (نعوذبالله) د شهوت پر بناء نه وو.

رسول الله ﷺ د ځوانۍ مرحله په داسي یوه ماحول کې تېره کړه چې په نننۍ اصطلاح مطلقه آزادي یې لرل او هیڅ ډول بدلمني پکې عیب نه بلل کېده، په داسي یوه ماحول کې رسول الله ﷺ له ټولو خطاوو معصوم پاته شو، بیا یې په ۲۵ کلنۍ کې د خدیجې رضی الله عنها سره چې عمر یې ۴۰ کاله وو واده وکړ، له هغې رضی الله عنها یې اولادونه پیدا شول او ددې رضی الله عنها په ژوند کې یې، سره له دې چې د مکې مشرکینو د تر ټولو د ښه نسب او ډیر ښایست لرونکو ښځو سره د واده وړاندیز ورته وکړ، بله ښځه یې په نکاح نه کړه.

یو څوک چې د ځوانۍ په اوج کې د قوم تر مینځ په عزت، شرافت او پاک لمنۍ مشهوره وي، پر داسي یو چا د شهوت پرستۍ تور پوري کول به د کینې او عقدې سړولو پرته بل څه وي؟
آن مشرکینو هم ؛ سره لدې چې له رسول الله ﷺ سره یې تر حد زیاته کینه ساتل او له هغه ﷺ څخه د خلکو د راګرځولو په خاطر یې له هیڅ تور څخه دریغ نه کاوه، هیڅکله یې هغه ﷺ په شهوت پرستۍ نه دی تورن کړی.

نو عائشه رضی الله عنها که څه هم د واده پر مهال په ذهني او جسمي دواړو توګه اماده وه، بیا هم ددې رضی الله عنها سره د رسول الله ﷺ واده هیڅکله بې مصلحته نه وو، د عائشې رضی الله عنها سره د رسول الله ﷺ نکاح د لوی دیني مصلحت په خاطر وه، او هغه دا چې عائشه رضی الله عنها د ذکاوت او قوي ذهن څښتنه وه او کولی یې شوای له رسول الله ﷺ څخه د دین نیمه برخه ( دښځو برخه) تر بل هر چا په ښه توګه را نقل کړي.

د هغو احادیثو شمېر چې عائشې رضی الله عنها رانقل کړي، د هغو احادیثو تر مجموعي شمیر ډیر زیات دی چې نورو امهات المؤمنین رضوان الله علیهن رانقل کړي دي.

د واده پر مهال د رسول الله ﷺ عمر که څه هم ۵۰ کلونو ته رسېده، خو پر ده ﷺ د زړښت او کمزورۍ هیڅ اثار نه وه او په جسمي او ذهني لحاظ کاملاً قوي وو، ځکه رسول الله ﷺ تر هجرت وروسته د عائشې رضی الله عنها سره واده وکړ او دا هغه مرحله وه چې پکې د اسلامي دولت بنسټ ودرول شو، د هجرت تکلیفونه راغلل، د بدر، احد، خندق او تبوک په څېر له سختیو ډک لوی غزوات راغلل چې رسول الله ﷺ پکې کاملاً قوي وو.

آن د وفات پر وخت په ۶۳ کلنۍ کې هم د رسول الله ﷺ د مبارکې ږیرې د کوتو په شمار وېښتان سپین شوي وه.
انس رضی الله عنه د رسول الله ﷺ د مبارک صورت د تشریح په جریان کې فرمایي:
(فتوفاه الله وليس في رأسه ولحيته عشرون شعرة بيضاء) (رواه البخاري)
“ الله تعالی رسول الله ﷺ په داسي حال کې وفات کړ چې په سر او ږیره کې یې شل سپین وېښته نه وه)

۶. دا اعتراض د رسول الله ﷺ له زمانې شاوخوا ۱۳ پېړۍ راوروسته شوی دی:

د عائشې رضی الله عنها د واده د عمر اعتراض د رسول الله ﷺ په زمانه کې نه دی شوی او نه هغې زمانې ته په نژدو پیړیو کې شوی، بلکي دا اعتراض شاوخوا ۱۳ پیړۍ وروسته چې د نړۍ او د انسانانو د ژوند په هرې برخې بدلون راغلی وو د یوه انګلیسي لیکوال لخوا ترسره شوی دی.
یعني ددې اعتراض کیفیت داسي دی لکه څوک چې ۱۳ پیړۍ وروسته زموږ د زمانې د ښځې د ۱۸ کلنۍ پر قانوني عمر اعتراض وکړي او ددې عمر ښځه ماشومه وګڼي.

نو د ټول ځواب خلاصه دا چې د سید البشر صلی الله علیه وسلم او ام المؤمنین حضرت عائشې رضی الله عنها مبارک ازدواج له هر ډول عقلي، ټولنیزي او اخلاقي ستونزې پاک وو، عائشه رضی الله عنها ذهنا او جسماً د واده جوګه وه او ددې مبارک واده تر شا؛ چې د الله عزوجل د بې پایه حکمت پر بناء شوی وو، خورا زیات دیني او اخلاقي مصلحتونه موجود وه.

ددې سپېڅلې اړیکې له وجې عائشه رضی الله عنها د اسلامي تاریخ ځلانده مقام خپل کړ، د ټولو مسلمانانو مور، د زرګونو احادیثو رانقلونکې او د خاوند په حیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول ژوند روایت کوونکې وګرځېدل.
دې رضی الله عنها به د صحابیاتو په شمول لویو صحابه کرامو ته د حدیثو زده کړه ورکول.
دا هغه څوک ده چې الله تعالی یې تر اوو آسمانونو لوړ پاکي بیان کړه او ددې په حق کې یې پوره یوه رکوع رانازله کړه چې تر آخرته به تلاوت کیږي.

که عائشه رضی الله عنها او دا مبارک ازدواج نه وای، نن به د ټولنې د نیم وجود دیني برخه تر مونږ دومره سلامته نه وای رارسېدلې.

په پوره باور وایم چې انسانیت او د نړۍ ټولې ښځې به تر قیامته د عائشې رضی الله عنها او ددې مبارک ازدواج د احسان پوروړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx