افغانستان

افغانستان بانک یو ځل بیا ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۲سلواغه، ۱۴۰۱ل): افغانستان بانک یو ځل بیا ۱۷ میلیون ډالر د لیلام په ډول پلوري.

افغانستان بانک له رسمي ادرس څخه په نشر کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د رجب المرجب د میاشتي په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لاري تر ۱۷ میلیونه امریکایي ډالرو پوري د لیلام په ډول وپلوري.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او زیاتوي چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځي تر پایه پوري تصفیه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx