افغانستان

دیمیتري ژیرنوف؛ روسیه افغانستان ته خپل صادرات زیاتوي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۲سلواغه،۱۴۰۱ل): په افغانستان کې د روسیې سفیر وایي چې هیواد یې افغانستان ته د صادراتو د زیاتوي په حال کې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ډیمیتري ژیروف له ۲۴ تلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي چې د روان کال په اوږدو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

نوموړي د خبرو په مهال ویلي چې هیواد یې افغانستان ته د نفتي او خوراکي توکو د صادراتو د ډېروالي په حال کې دی.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه چې روسیه او افغانستان ( افغانستان ته د اړینو توکو لکه غنم او نفتي محصولاتو په تړاو د همکارۍ لپاره اصولي هوکړه لیک لري.

ژیروف همداراز ویلي چې روسیه د سالنګ تونل په رغونه کې برخه اخلي چې د ترافیکي بهیر له زیاتوالي سره ستونزي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx