ټولنیزه برخه

د ژوندانه فورمول

امین وردګ

موږ باید خپل ټول ژوند د (پرون، نن او سبا) په فورمول کې عیار کړو.
پرون پیدا شوي یو، نن به زیار باسو چې سبا راحت شو.
که مو پرون بد کړي وي، نن باید ښه وکړو؛ چې سبا مو روښان شي.
پرون مو ځمکه د دې لپاره تیاره کړې، چې نن غنم پرې وکرو او سبا یې حاصل واخلو.
که چېرې ژوند له دغې درۍ ورځنۍ فورمولې سره سم نه وي؛ نو بې معنا دی.
ځینې خلک وایي چې؛ پرون خو تېر شوی او سبا لا معلوم نه دی! نو نن فکر کول پکې څه ګټه لري؟
بلې! د مقطعي تسکین او لنډمهال اطمنان لپاره دا فورمول بد نه دی (چې په پرونیو غمونو کې نن فکر کول بې ځایه وګڼو) ځکه چې هر څه همغه پرون تېر شوي او سبا لا معلومه نه ده! چې موږ به ور و رسیږو، که نه؟ نو له همدې امله باید یوازې ننني غمونه وژاړو.
خو که یې عقیدوي ابعادو ته په دقت سره وګورو، نو له اُخروي بشارتونو او وعیدونو سره نېغ په نېغه ټکر دي.
موږ پرون پیدا شوي یو او نن ژوند کوو خو د سبا لپاره؛ که داسې نه وي! نو نننۍ ستړیاوې به مو بې ثمره شي.
پرون یې له دې امله پیدا کړو، چې نن د سبا لپاره کار وکړو؛ ((…خلقناکم…نعیدکم…نخرجکم…)) همدغه درۍ ورځې زموږ د ژوند فورمول دی؛ مګر موږ په همدغو دریو ورځو کې هم غټې غټې اشتباه ګانې کوو!

موږ پرون هېر کړی، نن مست یو! ځکه خو د سبا غم نشته راسره.
له بده مرغه— موږ په باغونو کې هم داسې نهالګۍ ږدو چې زر مېوه نیسي! خو دېته مو پام نه دی چې د داسې ونو عمر هم ډېر لنډ وي.
چمبه چنار زر زر نه غټیږي؛ خو زړیږي هم زر نه.
پرون چې موږ ته چا طرحه جوړه کړې، نن زموږ مسؤلیت دی چې پر پلان او نقشه یې کار وکړو، سباني یې دې عملي کړي ؛ مګر موږ داسې نه یو! دا چې ولې نه یو؟ دلائل یې بیخي ډېر دي! خو عمده دلیل یې د کافي پوهې نشتون دی، ځکه خو مو د فکر خلک په ذکر کې مشغول دي او ذکر په فکر کې.
موږ د پلان او پالیسۍ په نوم ارګان لرو؛ خو نه لا تر اوسه اساسي پلان پکې جوړ شوی او نه مؤثره پالیسي.

فکر کوم چې اصلاً موږ عقلي توازن له لاسه ورکړی! ځکه خو پروني (پلرونه) ناپوه بولو، ننني (وروڼه) ظالمان او سباني (اولادونه) ګمراهان.
راشئ چې دغې ناروغۍ ته علاج او معالج پیدا کړو! راځئ چې له پرونیو یې زده کړو، له نننیو سره د سبانیو لپاره په ګډه کار وکړو.
موږ خو مسلمانان یو او پر دې مو ټینګه عقیده شته چې ((ذره)) حساب مو هم نه ورکیږي، نو راځئ چې ټول په ګډه کار سره وکړو او حسابونه پرېږدو ناظر او محاسبانو ته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx