ټولنیزه برخه

شجاع څوک دی او شجاعت څه ته وايِِي؟

امین وردګ

نن سبا دا د (شجاع) دروند لقب هر هر چا ته کارول کیږي ، چې لوی علت یې د شجاعت له مفهوم سره د ځینو خلکو نا ولدي ده ؛ نو راځئ چې لومړی شجاعت وپېژنو.
شجاعت په لغت کې زړورتیا او په اصطلاح کې د انسان هغه روحي حالت او اخلاقي موقف ته ویل کیږی؛ چې د تهور او جُبن، جِسارت او کمدلۍ، بې زړه توب او سپین سترګۍ تر منځ واقع وي.
شجاعت ته د ژوند په ټولو اړخونو کې اړتیا شته؛ لکه په سوله او جګړه کې، په مینه او کینه کې، په خپلوۍ او ملګرۍ کې، په دوستۍ او دښمنۍ کې، په وصال او جدایۍ کې، په تجارت او صنعت کې، همدا راز په کرکیله او داسې نورو…مواردو کې چې شجاعت نه وي ګند ترې جوړیږي؛ حتی د ژوندانه په ټولو چارو کې شجاعت ته کلکه اړتیا وي.
د شجاعت په قاموس کې هېڅ داسې څه نشته چې د انسان شخصیت ته صدمه و رسوي.
بېلګې یې داسې دي:
ا – په سوله کې باید هېڅکله هم هغه شرائط له پامه و نه غورځول شي، پر کومو چې دواړو لوریو توافق کړی وي، چې دا یو شجاعانه موقف دی.
ب – په جګړو کې باید ننګین کارونه و نه شي! لکه پر ماشومانو او ښځینه وو تېري کول، د پلار او مور مخې ته یې د اولادونو وژل او ځورول ، د ښځینه ؤ جامو او زېوراتو ته اهانت، د وژل شوي دښمن جسد ته سپکاوی، د شپې پر مهال د دښمن کور ته په وحشت ورننوتل، د جګړې اخلاقي مقررات له پامه غورځول او داسې نور…
ج- په مینه کې اخلاص، پر تعهد وفا، خصوصي حریم ته پوره احترام او پرته له چل او فرېب څخه مینه کول د شجاعت نښانې دي.
د- که چېرې کینه د الله لپاره نه وه، نو شجاعت بلکل نشته پکې او که د الله لپاره وه، نو بیا له هغه چا سره چې کینه ورسره لرې، ښه سلوک او هغه د الله لوري ته جلبول هم شجاعت دی.
ه- په خپلوۍ او ملګرۍ کې هغه چاته شجاع ویل کیږي چې په هر حالت کې د اتصال مزی له پرېکېدو وساتي، مګر هغه مهال چې نور په دغې خپلوۍ کې خدایي ګټه او برکت نه وي.
و- په دوستۍ کې هغه کس شجاع دی، کوم چې د دوست پوښتنه (پرته له مادي مقصده) په سخته ورځ کې هم داسې وکړي لکه په آسانه کې یې چې کوي او هېڅ توپير ته پکې غاړه کږه نه کړي.
ز- ریښتینی شجاع هغه دی؛ څوک چې له دښمن سره هم داسې ښه وکړي لکه له دوست سره یې چې کوي.
ح- شجاعت ته اتصال او انفصال یو دي! لکه څرنګه چې شجاع خلک مخامخ ښه چلند کوي، همداسې پسشا هم وي.
ط- زغم او تحمل هم شجاعانه اخلاق بلل کیږي.
ی- دوه قسمه ډار دی؛ یو له بزدلۍ او بل د شجاعت له امله.
ک- هغه چې شخصي ګټې د ملي ؤ نثاروي شجاع دی.
ل- دی چې ستا د زیان مخې ته خپلې ګټې غورځوي پلټنه یې وکړه! که چاپلوس نه ؤ نو حتماً شجاع دی.
م- څوک چې ستا د بدو پر وړاندې چوپ پاتې کیږي بې غیرته نه! شجاع ورته وایه.
ن- ښه پوهیږي چې په تا کې د صفت ټکی لا نشته! خو دی شجاعت لري ځکه دې غیبت نه کوي.
س- سپک حرکت او سپک الفاظ هغه خلک کاروي چې شجاعت نه لري.
ع- په تجارت او صنعت کې شجاع خلک هېڅکله هم داسې اموال نه پېري او نه یې پلوري؛ کوم چې د بشر حیثیت او اخلاقي موقف ته زیان اړوي.
ف- په کرکیله یا زراعت کې هم شجاعت ستر رول لري او هغه دا چې؛ کروندګر ناوړه شیان نه کري ؛ لکه نشه اي مواد او داسې نور… نه خپل تولیدات له حده پر زیات قیمت پلوري او نه یې احتکاروي.
لنډه یې دا چې شجاع خلک تر ټولو زیات کوښښ دا کوي، ترڅو هېڅکله هم داسې کوم کار ترې پېښ نه شي؛ چې شخصیت او حیثیت ته یې زیان واړوي.
زه به یو مثال تاسو ته د زمري وړاندې کړم!
زمري ته ولې د حیواناتو پاچا وایي؟ ځکه چې شجاعت لري او هغه دا چې د نورو حیواناتو واړه بچي هېڅکله هم نه خوري؛ ولو که هر څومره وږی هم وي او نه پر کمزورو حیواناتو حملې کوي؛ خو په انسانانو کې داسې ذلیل خلک بیا ډېر شته، چې یا به یې له ماشومانو سره زورونه وي او یا له ښځو او سپینږیرو سره.
هغه مېړونه چې په ناحقه خپلې بیبیانې ترې ناراضه وي او هغه پلرونه یا مورانې چې په ناحقه اولادونه ترې ناراضه وي- شجاعت نه لري.
زموږ په ټولنه کې ډېر داسې ذلیل مېړونه شته چې د خوسرخېلو دوک تر خپلې ښځې، یا یې د هغې له اولادونو باسي، که څه هم چې دغه اولادونه به یې خپل وي؛ د داسې کسانو عقل همدومره وي! دوی پر همداسې غیر منطقي او جاهلانه کړنو د ماشومانو مور ځوروي او د هغې په ځور غواړي د هغې مور او پلار و ځوروي، مګر پر دې نه پوهیږي چې هم یې دغه اولاد خپل دی چې ځوروي یې او هم یې هغه ښځه خپله ده؛ نو که نن نه وي! سبا به یې خامخا ځور او صدمات ده ته هم رسیږي.
ځینې بیا دا کوښښ کوي چې خپله د ژوند ملګرې د هغې له پلارګنۍ سره په زوره دښمنۍ ته اړه کړي، چې دا یو ذلیل کار دی او یوازې هغه خلک یې کوي چې د شجاعت څرک نه وي پکې.
داسې ذلیل او پست کارونه له شجاعت سره نېغ په نېغه ټکر دي او فقط بزدلي ورته ویلای شو، دا ډول کارونه د شجاعت په اصولو کې د شغال او ګیدړې دنده بلل کیږي نه د زمري؛ نو که غواړئ چې شجاع شئ سپک کارونه پرېږدئ او درانه کارونه وکړئ، د شغال کارونه پرېږدئ او د زمري کارونه پیل کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx